لوبې

د هندي لوبغاړو د (منکډ) د قانوني کېدو په اړه غبرګون

په منکډ طریقې سره توپ اچونکی د دې پرځای چې توپ وهونکي ته توپ وغورځوي، هغه وخت ویکټې په توپ وهي کله چې د نان سټرایک توپ وهونکی له کریز څخه وتلی وي.

دا ډول اوټ قانوني دی او د هندي توپ اچونکي ونود منکډ له نوم سره منسوب شوی دی، چا چې په ۱۹۴۷ کال د اسټرالیا کرکټ لوبغاړی بیل براون په همدې ډول اوټ کړ او هغه وخت دا طریقه د کرکټ روح ته زیان رسونکې ګڼل کېده.

ایم سي سي وایي، که څه هم قانون هماغه دی خو د منکډ له ۴۱م (غلط طریقه) څخه ۳۸م قانون (رن اوټ) ته انتقال کېږي، یعنې قانوني اوټ ګڼل کېږي.

د ویلو ده چې هندي توپ اچونکي رویچندر اشوین په په آی پي ایل کې انګلستانی توپ وهونکی جوز بټلر همدا ډول اوټ کړی و، چې بیا پرې ډېرې زیاتې نېوکې وشوې.

د انګلستان مشهور توپ اچونکی سټوراټ براډ وایي چې سره له دې چې دا اوټ قانوني وګڼل شو، خو زه به هیڅکله د دا ډول اوټ هڅه ونه کړم.

نور یی ولوله | حکومت: پاکستان سره تازه تجارتي هوکړه د دواړو هېوادونو په ګټه ده

د هند پخواني لوبډلمشر سنیل ګواسکر هم د منګډ په اصطلاح ډېرې سختې نېوکې کړي او د ختمولو غوښتنې ترڅنګ یې ویلي دي چې په دې سره یې نوم خراب شوی دی.

سچن ټنډولکر د منکډ په قانوني کېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، زه خوشحاله یم چې دا په رن آوټ بدل شو. زما په اند دا باید تل رن آوټ شوی وای، دا زموږ ټولو لپاره ښه خبر دی.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button