اګنیس کالمارډ: د هرهغه ګام ننګه کوو، چې د بشري حقونو سرغړونکي محاکمې ته راکاږي
د بښنې نړیوال سازمان د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو په اړه د شکایت کولو هر کلی کړی دی
د بښنې نړۍوال سازمان د یو شمېر هېوادونو د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې یې په افغانستان کې واکمن طالبان د بشري حقونو د سرغړونو له امله محاکمې ته راکاږل کېږي.
د بښنې نړۍوال سازمان عمومي مشرې اګنیس کالمارډ وویل:« طالبانو افغان ښځې او نجونې د ژوندانه له ټولو ډګرونو اېستلې او په سیستماتیک ډول یې د دوی حقونه او انساني کرامت ورځینې تروړلی دی.»
جنسیتي اپارتاید
نوموړې وایي، د هغو هېوادونو له وروستي دریځه په کلکه ننګه کوي چې له مخې یې طالبان د بشري حقونو د سرغړونو په اړه حساب کتاب ته راکاږل کېږي.
نوموړې زیاته کړې:« جنسیتي اپارتاید د بشریت په وړاندې جرم دی. نړۍواله ټولنه باید د عدالت د نړۍوالې محکمې په ګډون په افغانستان کې د بشري حقونو د روانو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره ټولې شته لارې خپلې کړي.»
نور ولولئ: م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني
نور ولولئ: افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی
هغې دا رنګه ټینګار کړی:« د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د سرغړونو لپاره د عدالت د تامین په لور اخیستل شوی ګام ډېر مهم دی. نړۍ باید د افغانستان له زړورو ښځو او نجونو سره په پیوستون کې د طالبانو رژیم حساب ورکولو ته اړ کړي.»
د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت کوونکي هېوادونه
د بښنې نړۍوال سازمان دغه غبرګون تر هغې یوه ورځ وروسته مخې ته راځي، چې شلو نورو هېوادونو د جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ هغه غږ بدرګه کړ چې ویلي یې و، په افغانستان کې د طالبانو ډله د پراخو بشري سرغړونو له امله باید نړۍوالې محکمې ته راکاږل شي.
خو طالبانو د دغو هېوادونو د نوي دریځ په غبرګون کې ویلي و، چې په افغانستان کې بشري حقونه تر پخوا زیات په پام کې نیول شوي او دغه پرېکړه یې د د طالبانو رئیس الوزرا په غزه کې د اسرایلو وحشتونه غندلي او ویلي یې دي، چې دوی د خپلو اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د دغه شان پېښو سره چلن کوي.
پر دې سربېره، کارپوهان وايي، که د عدالت نړیواله محکمه د طالبانو قضیه تعقیب کړي، نو ددې ډلې سفیران، نورو هېوادونو ته سفر کوونکي مشران او نور غړي به ونیول شي او محکمې ته به راکاږل شي.