اقتصاد او سوداګري

ایران تېرو ۴ میاشتو کې افغانستان ته د یو نیم میلیارد ډالرو صادرات کړي

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د ایران د رضوي خراسان د تایباد ولسوالۍ ولسوال حسین جمشیدي وايي چې د روان کال له پیل څخه د سرطان میاشتې تر پایه پورې، له دوغارون ګمرک څخه افغانستان ته د ترانزیت شوو توکو ارزښت یوه میلیارد، ۶۰۵ میلیون، ۷۴۸ زره او ۱۹۲ امریکایي ډالره و.

د هغه په وینا، د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې هم د څه باندې ۲۸۴ میلیون ډالرو توکي افغانستان ته صادر شوي دي.

د ایران د کورنیو رسنیو د راپور له مخې، حسین جمشیدي وویل:

« د سږ کال په څلورو میاشتو کې، ۵۲۹ زره او ۱۴ ټنه توکي چې ارزښت‌ یې ۲۸۴ میلیون، ۲۹۶ زره او ۴۷۸ ډالره و، د دوغارون له لارې افغانستان ته صادر شوي دي.»

د هغه د ورکړل شوو جزئیاتو له مخې، دغه توکي د ایران له دوغارون سرحدي بازارګي څخه افغانستان ته صادر شوي دي.

د تایباد ولسوال زیاتوي چې د ودانیزو موادو، خوراکي توکو، مېوو، تیلي محصولاتو او مایع ګاز صادرات د ایران له مهمو صاداراتي اقلامو څخه دي.

دغه ایراني چارواکي همداراز اعلان وکړ چې د سږ کال له پیل څخه د سرطان میاشتې تر پایه پورې، له افغانستان څخه دوغارون ته د ترانزیت شوو توکو اندازه ۲۴ زره او ۷۲۵ ټنه وه، چې ارزښت ‌یې ۶۴ میلیون، ۲۳۱ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالره اټکل شوی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button