اقتصاد او سوداګري

ایران د افغانستان د کانونو د لوټلو په هڅه کې

د چین او روسیې تر څنګ ایران هم هڅه کوي چې د افغانستان له کانونو خپله ګټه او برخه یوسي

ایران هم د چین او روسیې تر څنګ په دې هڅه کې دی چې د افغانستان له کانونو خپله غوښنه برخه یوسي او خپل اقتصاد ورباندې په پښو ودروي.

له همدې امله ایران د کاني انجینرۍ یو دفتر په کابل کې پرانیست او وايي چې دوی به د کانونو د کیندنو په برخه کې له افغان انجینرانو سره مرسته کوي.

د ایران د کاني اینجینرۍ ادارې مشر وايي؛ د افغان انجینرانو د روزنې او د افغانستان او ایران د کان اېستونکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره یې خپله نمایندګي په کابل کې پرانیسته.

په دې برخه کې تړون

رضا بستامي زیاتوي، چې په دې برخه کې یې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې سره تړون لاسلیک کړی دی.

46330302051 055aafde74 o
کان کېدونکي او د افغانستان کانونه

ښاغلی بستامي د ایران له دولتي راډیو تلوېزون سره په خبرو کې وايي؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د اینجینري خدمتونو تبادله، د افغان اینجینرانو روزل، د افغان او ایراني کان اېستونکو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د افغانستان د کانونو په مختلفو برخو کې پانګونه د دې تړون مهمې برخې دي.

نور ولولئ: طالبانو ۴ ستر کانونه په قرارداد ورکړل

نور ولولئ: شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

رضا بستامي وايي؛ دې کار سره غواړي چې د کانونو برخه کې خپلې تجربې او تخصص له افغانستان سره شریک کړي.

د افغانستان په کانونو کې د ایران شرکتونو پانګونه

د هغه په خبره؛ د دې دفتر له لارې به ایراني شرکتونه د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه هم کولی شي او دا دفتر به د دې پانګوالو او طالب چارواکو ترمنځ د پل حیثیت ولري.

نوموړي هیله وښوده، چې د دې دفتر پرانیستې سره به د کانونو په برخه کې د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکي پیاوړي او پراخ شي.

طالبان چې حکومت یې رسمیت نه لري او له امله یې د افغانستان په میلیاردونو شتمني هم کنګل ده، د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره د کانونو سپړلو ته مخه کړې ده.

چین له دې ډلې سره د کانونو په برخه کې مختلف تړونونه لاسلیک کړي او ایران ور پسې هېواد دی، چې افغان کانونو کې د پانګونې ډېره لېوالتیا لري.

خو پر طالبانو سربېره چین، ایران او روسیه هغه هېوادونه بلل کېږي، چې له طالبانو سره د افغان کانونو په لوټلو کې شریک بلل کېږي.

په امریکا کې د چورج ډبلیو بوش انسټیټیوټ د تېر اپرېل په لومړیو کې وویل، چې د طالب چارواکو له خوا د افغانستان د شتمنۍ له لوټلو د ایران، چین او روسیې په څېر هېوادونه او څو ملیتي شرکتونه ګټه اخلي.

د کانونو د برخې کارپوهان د افغانستان کانونو لوټلو ته اندېښمن دي او وايي چې کیندنې یې نامسلکي او غیر معیاري دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button