نړیوال خبرونه

ایران : د طالبانو حکومت منلې چې د ایران پر مخ به د اوبو مخه نه نیسي

د ایران د انرژۍ وزیر

د ایران انرژۍ وزیر وايي، افغانستان ته په یوه ورځني سفر کې د طالبانو حکومت چارواکو ورسره منلې چې ایران ته به د بهیېدونکو اوبو مخه نه نیسي.

د ایران د انرژۍ وزیر لي اکبر محرابیان افغانستان ته له سفر وروسته د کمال خان بند پروژه استکباري بللې او ویلي يې دي، چې په تېرو دوو کلونو کې هغه اندازه اوبه چې دوی غوښتې نه دي تر لاسه کړې. خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ د ایران د انرژۍ د وزیر د سفر په تړاو یوازې دومره ليکلي وو چې په دې کتنه کې د هلمند پر اوبو بحث شوی او د کوم توافق یادونه يې نه وه کړې.

د ایران ایرنا خبري اژانس په رپوټ کې د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان له قوله ویل شوي، له طالبانو چارواکو سره ”په ځانګړې توګه د ۱۳۵۱ هوکړې په هکله له افغان لوري سره خبرې شوې ( دې خبرو کې) یوه مهمه موضوع چې په دا وروستیو کلونو او میاشتو کې د ایران حقابې نه ترلاسه کول دي او د ایران پولې ته څېرمه په زور د اوبو مخنیوي موضوع وه. 

نور یی ولوله | د سقوط نه وروسته اکثرا خصوصي ښونځیو ته مالي زیان زیات شوی دی

نور یی ولوله | اقتصاد پوهان: امریکا غوښتي چې د افغانستان شتمۍ ازادې کړي

 نوموړی زیاتوي، زموږ مهم توافق دا و چې افغان لوري ومنله چې له دې وروسته به هېڅ اوبه د ګودزره یا د کمال خان بند مل کاسې ته نه چپېږي او اوبه له کمال خان بنده مستقیمې ایران ته ننوزي. بل لور د افغانستان باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې ایراني وزیر په دې لړ کې د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره هم لیدلي دي.

د باخترخبري  اژانس په رپوټ کې ویل شوي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د هلمند اوبو ۱۳۵۱ کال هوکړې تطبیق، په ایران کې د افغان سوداګرو او کډوالو پر ستونزو او دواړو هېوادونو تر منځ د پولې او ټرانزیټ مسائلو په هکله غږېدلي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button