نړیوال خبرونه

د سقوط نه وروسته اکثرا خصوصي ښونځیو ته مالي زیان زیات شوی دی

له یوه کال څخه په کمه موده کې تر ۴۰۰ ډېر خصوصي ښوونځي تړل شوي دي

د خصوصي ښوونځیو ټولنه وايي چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او د زده کوونکو د کمښت له امله په څه کم یو کال کې له ۴۰۰ زیات خصوصي ښوونځي تړل شوي دي. ورته مهال د خصوصي ښوونځیو ځينې ښوونکي وايي چې، د دغو ښوونځیو له تړلو کېدو سره یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي

د خصوصي ښوونځيو ټولنه خبرداری ورکوي، که چېرې دغه وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو ډېر نور ښوونځي به هم وتړل شي. د خصوصي ښوونځيو ټولنې غړی ذبیح الله فوقاني وايي:«په اوسنیو شرایطو کې موږ په ټول افغانستان کې د څه باندې ۴۰۰ خصوصي ښوونځیو د تړل کېدو شاهد یوو. د کابل ښار د ځینو خصوصي ښوونځیو ځينې مسوولان او ښوونکي وايي، د اقتصادي ستونزو او د اسلامي امارت له لوري د لګول شویو محدودیتونو له امله یې ښوونځي تړلي دي

نور یی ولوله | اشرف غني : د قانون پر اساس لا هم ولسمشر یم

نور یی ولوله | اشرف غني : د قانون پر اساس لا هم ولسمشر یم

په لسګونو زره خلکو ته د زده کړې او کار زمینه برابره شوه

له دې سره سم، د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې پخوانی رییس وايي، د تېرو دوو لسیزو، یو له مهمو لاسته راوړنو د خصوصي ښوونځيو جوړېدل وو او په وینا یې ورسره لسګونه زره کسانو ته د زده کړو او کار زمینه برابره شوې وه. د خصوصي ښوونځیو ټولنې پخواني رییس محمد داود بابر وویل:«د مالیې او جریمې زیاتوالی د دې لامل شوی چې موږ خپل فعالیت د تېر په څېر ونه شو کړای

د یوه خصوصي ښوونځي بنسټ ګر احمد فرید مسافر هم څرګندوي:«له نړۍوالې ټولنې او مالي ملاتړو غواړو، چې له یو بل سره بسیج ي او دغو ستونزو ته د پای ټکی کېږي. محمود سرفراز هغه ښوونکی چې اوس بې کاری شوی وايي:«د خصوصي ښوونځیو له تړل کېدو سره، ښوونکي اړ دي چې ازادو دندو ته مخه کړي. د ویلو ده چې، له نږدې یوه کال راهیسې د متوسطو او لېسو زده کوونکې نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button