سیمه ییز خبرونه

ایران له افغانستانه د صنعتي نشه‌يي توکو قاچاق ډېرېدلو اندېښمن کړی

د ايران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر مشر سکندر مومني په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید ډېر شوی

ده له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د نشه يي توکو د سوداګرۍ د کمولو د بهیر پلي کېدل غوښتي.

ښاغلي مومني په ایران کې په یوې تلویزیوني مرکه کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د صنعتي نشه یي توکو تولید او قاچاق څو برابره شوی، چې د ده په وینا د طالبانو د حکومت له ژمنو سره اړخ نه لګوي.

ده په دې خبرو کې ټینګار وکړ چې باید په عمل کې وګورو چې نشه یي توکي کم شوي کنه، په داسې حال کې چې بیې یې لوړې شوي او همدې یې د قاچاق صنعت ډېر کړی دی.

د ملګرو ملتونو د تېرې اوونۍ راپور

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو د نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ کال رپوټ تایید کړ چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی، خو زیاته کړې یې ده چې افغانستان په نړۍ کې د هیروینو او صنعتي نشه‎يي توکو له لویو تولیدونکو دی چې ډېری یې له دې هېواده قاچاقېږي.

نور ولولئ: د ایراني قومندان قاسم رضايي څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

د ايران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر ویلي، که موږ آن د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله دیوال جوړ کړو بیا هم د خلاصون لار نشته او باید د روږدو کسانو مخنیوي ته لومړیتوب ورکړو.هغه زیاته کړې د ایران په خروجي پولو کې د مخدره توکو بیه، په افغانستان کې دننه بیې څخه لس برابره لوړه ده، چې دا ښیي ایران د مخدره موادو د قاچاق وړونکو لپاره خوندي نه دی.

هغه دا هم ویلي چې په ایران کې د صنعتي مخدره توکو تولید صفر ته نژدې دی او دا چې ایران په ټول توان سره له صنعتي مخدره توکو سره مبارزه کوي.

طالبانو لا د ایراني چارواکو دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

افغانستان د میتامفیتامین یو لوی تولیدوونکی

د تیرې میاشتې په پیل کې، د مخدره توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر اعلان وکړ چې افغانستان په سیمه کې د میتامفیتامین یو لوی تولیدوونکی دی، او د اپینو د کښت کموالی کولی شي د صنعتي مخدره توکو تولید کې بدلون راولي چې بېلابېلې ښکېلې غاړې به ترې ګټه ترلاسه کړي.

د ۲۰۲۳ کال د نشه يي توکو نړیوال رپوټ په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د اپینو “د پام وړ کمښت” تایید کړي، خو زیاته کړې یې ده چې افغانستان په نړۍ کې د هیروینو او شیشې له لویو تولیدونکو دی.

د منځنۍ اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د معلوماتو د راټولولو د مرکز مشره سالوم فلورس وايي، په افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو تولید په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button