افغان کډوال

ایران له ټاکلې نېټې مخکې د ۴ میلیونه افغانانو د ایستلو بهیر ګړندی کړی

د ګارډین د راپور پر بنسټ، ایران په بې ساري ډول د هغو شاوخوا ۴ میلیونه افغانانو د ایستلو بهیر ګړندی کړی چې دغه هېواد ته یې پناه وړې وه. دا چاره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ښځو، په ځانګړي ډول د بې سرپرسته ښځو د ستنېدو له امله ژورې اندېښنې راپورته کړي، ځکه هغوی هلته له سختو محدودیتونو او بې وزلۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې (IOM) د معلوماتو له مخې، یوازې په تېره یوه میاشت کې له ۲۵۰ زرو ډېر افغانان، چې زرګونه بې سرپرسته ښځې هم په کې شاملې دي، له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي. دا شمېرې وروسته له هغه ګړندۍ شوې چې د ایران حکومت ټولو بې اسنادو افغانانو ته له هېواده د وتلو لپاره وروستۍ نېټه وټاکله.

د راپور په حواله، افغانستان ته ستنېدونکې ښځې له داسې قانون سره مخ دي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له راستنېدو وروسته د طالبانو له خوا پلی شوی او د “جنسیتي توپیر (اپارتایډ)” په نوم یادېږي. د دې قوانینو له مخې، پر ښځو د مخ پټولو، په عام محضر کې د خبرو کولو یا راڅرګندېدو بندیز دی او له ډېرو دندو او زده کړو بې برخې شوې دي. له دې قوانینو سرغړونکي عام مضحر کې (درې وهلو) سره مخ کېږي.

د بې سرپرسته ښځو ناورین

د افغانستان په سوېل کې د پولې په اوږدو کې، ۴۰ کلنې سحر (مستعار نوم) چې له خپلو پنځو ماشومانو سره سفر کوي، وویل چې نه پوهېږي اوس به چېرته ژوند کوي. هغه چې کونډه او د بغلان اوسېدونکې ده، له یوې لسیزې راهیسې په ایران کې اوسېده، هلته یې د خیاطۍ یو کوچنی ورکشاپ چلاوه او په دې وروستیو کې یې د یوه کور لپاره پیسې هم سپارلې وې. هغه وایي، تېره اوونۍ د شیراز ښار ته څېرمه د کډوالو له یوه کمپ څخه له خپلو ماشومانو سره ونیول شوه او وشړل شوه.

سحر په ژړغوني غږ وویل: “دوی د شپې په نیمایي کې راغلل. ما ورته زارۍ وکړې چې یوازې دوه ورځې وخت راکړي ترڅو خپل وسایل راټول کړم. خو هغوی غوږ ونه نیوه. دوی موږ د کثافاتو په شان بهر وغورځولو.”

تر دې وروستیو پورې، له ایران څخه ښځې په ندرت سره په زور ایستل کېدې، خو افغان پوله ساتي چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې وضعیت بدل شوی. د سږ کال د مارچ او مې میاشتو ترمنځ یوازې د نیمروز ولایت له یوې پولې لږ تر لږه ۱۰۰ بې سرپرسته ښځې ایستل شوې دي.

په پوله کې سخت شرایط او د طالبانو چلند

د محرم (نارینه سرپرست) پرته افغانستان ته ستنېدل، دا ښځې په مستقیم ډول د طالبانو له قوانینو سره په ټکر کې راولي، چې له مخې یې ښځې یوازې سفر نه شي کولای. ډېری ستنې شوې ښځې په پوله کې بندې پاتې کېږي او خپل سفر ته دوام نه شي ورکولای.

اوس چې د تودوخې درجه ۵۲ سانتیګراد ته رسېدلې، ځايي چارواکي وايي چې یو شمېر کسان د پولې څخه د اوښتو پر مهال مړه شوي دي. په تېرو دوو اونیو کې لږ تر لږه ۱۳ جسدونه پولې ته رسېدلي، خو دا نه ده روښانه چې دوی د ګرمۍ او تندې له امله مړه شوي یا د نورو لاملونو له امله وژل شوي دي.

د پولې په اوږدو کې را ټول شوي کډوال له تندې، لوږې او ستړیا شکایت کوي. ډېری یې نه کوم سامان، نه اسناد او نه هم د اوسېدو لپاره کوم پلان لري. سحر وايي: “له شیراز څخه تر زاهدان پورې، هغوی زموږ هرڅه واخیستل. زما په بانکي کارت کې ۱۵ میلیونه تومان (شاوخوا ۱۱۰ پونډه) وو. هغوی د یو بوتل اوبو په بدل کې ۵۰ زره تومان او د یوې سړې سینډوچ لپاره یې ۱۰۰ زره تومان اخیستل.”

طالبان ادعا کوي چې بې محرمه ایستل شویو ښځو ته لنډمهاله سرپناه او د ټرانسپورټ مرستې برابروي، خو ډېری ستنېدونکې وايي چې داسې مرسته یې نه ده ترلاسه کړې. د طالبانو د تګلارې له مخې، ډېری بې سرپرسته ښځې د ځمکې ترلاسه کولو، خپل ولایت ته په یوازې ځان د سفر کولو یا د کار موندلو حق نه لري. سحر وايي: “ما له طالبانو څخه د ځمکې غوښتنه وکړه، خو هغوی راته وویل: ‘ته ښځه یې، محرم نه لرې. ته په شرایطو برابره نه یې.'”

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او نورې مرستندویه ادارې په پوله کې لنډمهاله مرستې چمتو کوي، خو دوی د اوږدمهاله ملاتړ لپاره اړین واک او سرچینې نه لري. په هغو بسونو کې چې کډوال له توقیف ځایونو د افغانستان پولو ته لېږدوي، ښځې له لفظي سپکاوي، د لومړنیو خدمتونو لپاره د رشوت غوښتنو او په سخته ګرمۍ کې له ایرکنډیشن پرته سفر کولو څخه هم شکایت کوي. زهرا (مستعار نوم) وايي: “هغوی ویل چې دا (اسانتیاوې) پر تاسو افغانانو حیف دي. زما ماشوم له ګرمۍ ژړل، خو ډرېور پر موږ وخندل او مسخرې یې کولې.”

خو طالبان بیا وايي، کډوالو ته به هر ډول شرایط برابر او افغانستان کې خوندي کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button