سیمه ییز خبرونه

ایران کې پر یوه امنیتي مرکز وسله‌والو کسانو برید کړی

څو ساعته وړاندې ایران کې وسله‌والو کسانو پر یوه امنیتي مرکز برید وکړ

ایراني رسنۍ وايي، څو ساعته وړاندې، د ایران زهدان کې د پولیسو د څار او کنټرول پر یوه مرکز وسله والو چپاو ور وړی او له امنیتي ځواکونو سره پر نښتو دي، خو دا یې نه دي ویلي چې برید روان دی او که پای ته رسېدلی.

برید په زاهدان کې پر ۱۶ کلانترۍ یا د پولیسو د څار پر مرکز شوی

ایرانیو رسنیو د ځايي چارواکو له نکله ویلي، بریدګر له ځانمرګو واسکټونو سره دغه پولیسي مرکز ته ننوتي، او ودانۍ کې له خوندي ځایونو پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.

امنیتي چارواکو ویلي چې له لاسي بمونو یې هم کار اخیستی

د سیستان او بلوچستان یوه امنیتي چارواکي ویلي، بریدګرو د ودانۍ پر برج ورختلو سره لاسي بمونه غورځولي او د ودانۍ یوې څنډه کې ځای پرځای شوي.

د ایران په سپاه پاسدران پورې اړوند د تسنیم په نوم خبري اژانس ویلي، د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دوه بریدګر وژل شوي.

وړاندې ځايي چارواکو د یوه پولیسي مامور د وژل کېدو هم ویلي و.

نور ولولئ: په ایران کې د اعدام ډېرېدل او د بښنې نړیوال سازمان اندېښنې

ایراني ځواکونو د زاهدان ښار اړونده سیمو کې امنیتي څار ټینګ کړی او رسنیو ویلي چې ځای ځای یو شمیر کسان هم نیول شوي دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې بریدګر څوک دی او د برید اصلي موخه څه ده.

د ایران د ختیځې پولې کړکېچن حالت

له وروستیو میاشتو راهیسې د ایران په ختیځو پولو کې هم امنیتي وضعیت ښه نه دی.

د تېرې جون میاشتې په لومړیو کې د ایران او د طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته کې د دواړو خواوو څو پوله ساتونکو ته مرګژوبله واوښته.

بلخوا د ایران د پوله ساتو ځواکونو قومندان وروستۍ هغې جګړې ته اشاره کړې چې د مې میاشتې په ۳۱مه د پاکستان سره په پوله د جیش العدل ډلې په برید کې د دې هېواد پنځه پوله ساتونکي ووژل شول.

دا برید په سیستان او بلوچستان کې په وروستیو میاشتو کې تر ټولو خونړی برید و.

يوه نيمه مياشت مخکې هم په همدې سيمه کې دوه پوليس له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي وو.

د جیش العدل سربېره، چې ځان د “عدالت او مساواتو پوځ” په توګه پېژني د ایران ختیځه پوله د نشي توکو قاچاق کوونکو او حکومتي سرتېرو د مقاومت ځای هم دی.

د یادونې ده چې ایران کې د اعدامونو لویه برخه د نشي توکو اړونده جرمونو پورې تړاو لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button