لوبې خبرونه

ایرلینډهم خپله لوبډله اعلان کړه

د کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي راتلونکو درو شل آوریزه سیالیو ته ایرلینډ کرکیټ بورډ پرون چهارشنبه خپله لوبډله اعلان کړه، چي د افغان لوبډلي په وړاندي به ولوبیږي.

د افغانستان په وړاندي ایرلینډ کرکیټ بورډ دا ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه

آنډریو بالبرني لوبډلمشر، ګریټ ډیلاني، جورج ډوکریل، شین ګیټکټ، جوش لیټل، باري مکرټي، کیون اُبراین، بایډ رینکین، سیمي سینګ، پاول سټرلینګ، هیري ټیکټور، لورکان ټوکیر، ګیري ویلسون او کریک یانګ.

افغان او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلي د راتلونکي مارچ میاشتي په ۶مه، ۸مه او ۱۰مه نېټه درې شل آوریزه سیالۍ ترسره کوي

افغان کرکیټ بورډ بیا د ایرلینډ په وړاندي دا لوبډله اعلان کړې ده.

اصغر افغان لوبډلمشر، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، نجیب الله ځدران، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان مرستیال لوبډلمشر، نوین الحق، شاپور ځدران، مجیب الرحمن، قیس احمد، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری او عثمان غني.

افغان او ایرلینډۍ کرکیټ ملي لوبډلي د درو شل آوریزه سیالیو دا لړۍ د افغانستان په کوربتوب د هند په ګریټر نویډا کرکیټ لوبغالي کي ترسره کوي.

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډله د ایرلینډ په وړاندي یادي لړۍ ته د ښه چمتوالي په موخه هند ته تللې.

ټاکل سوې افغان لوبډله ډېر ژر هلته په هند کي درې اونیزه تمریناتي کمپ پيل کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button