سات تيرينړیوال خبرونه

ایلان ماسک یو ځل بیا د نړۍ ترټولو شتمن کس شو

ایلان ماسک د ۱۸۷.۱ میلیارده ډالرو سرمایې په درلودلو سره بېرته د بلومبرګ په نوملړ کې د نړۍ ترټولو شتمن کس شو

د ایسنا د راپور پر اساس، ایلان ماسک چې د ټېسلا، سپیس ایکس، ټویټر او څو نورو لویو شرکتونو اجرایوي مدیر دی، په ۲۰۲۲ز کال کې د تاریخ یواځینی او لومړنی کس شو چې ۲۰۰ ملیارده ډالره پانګه یې له لاسه ورکړه او زیان یې وکړ خو اوس یې د LVMH کمپنۍ مشربرنارد آرنولډ چې ۱۸۲ ملیارده ډالر سرمایه یې درلوده څنډې ته کړ او له خپلې ۱۸۷.۱ ملیارده ډالره پانګې سره بېرته د نړۍ ترټولو شتمن کس شو.

برنارد آرنولډ تېر کال هغه مهال چې د ټېسلا د سهامو ارزښت راټیټ شو، له ماسک څخه چې د نړۍ ترټولو شتمن کس و مخکې شو.

دا هم ولولئ: د نړۍ ترټولو بډایه خلک

ایلان ماسک د روانې میاشتې په لومړیو کې وویل: تېرې درې میاشتې ډېرې له کړاوه ډکې وې ځکه نوموړي هڅه کړي ده چې ټويټر له سقوط څخه وژغوري او که چېرې همداسې پرمخ روان وي د دې شرکت وضعیت به لا خراب شي.

ماسک ويلي وو چې ټویټر په ورځ کې څلور میلیونه ډالر تاوان کوي.

د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د ایلان ماسک لخوا د ټویټر د پلاټفورم له اخیستلو وروسته له دې شرکت څخه د بیلابیلو خرڅوونکو، مالکانو او مشاورې شرکتونو له خوا شکایتونه شوي دي. د بېلګې په توګه: د (کناري ال ال سي) بازارموندنې شرکت په ټویټر تور پورې کړی دی چې د دوی ۳۹۲زره ۲۳۹ ډالر یې دوی ته نه دي ورکړي. همدارنګه د ټویټر د دفترونو خاوندان ادعا کوي چې تنخوا یې نه ده ورکړل شوې.

د بیزنس انسایډر د راپور پر اساس په ۲۰۲۱ کال کې ماسک د آمازون بنسټګر (جف بزوس) چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس و شاته پریښود چې له هغې مودې راهیسې ماسک، ارنولډ او بزوس د بلوبمرګ د ملیاردرانو په کتار کې درېدلي دي.

د ایلان ماسک د فضايي څېړنو کمپني SpaceX  ادعا کوي چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به خپل لومړني ستورمزلي د مریخ پر خاوره پیاده کړي

د ایلان ماسک لخوا په ۲۰۰۲ کال کې د SpaceX کمپنۍ بنسټ کېښودل شو چې له جوړېدو راهیسې په دې هڅه کې دي چې مریخ ته انسانان ولېږدوي او د مریخ سیاره د اوسېدو وړ کړي. ایلان ماسک غواړي چې د مریخ سیاره په اتومي بمونو بمبار کړي چې په لړ کې به یې د انسانانو لپاره د اوسېدو وړ شي.

د فوتوریزم شبکې راپور پر اساس چې وايي، که چېرته په ورځ کې ۳۵۰۰ هستوي بمونه پر مریخ سیاره وویشتل شي او دا بمبار پر لپسې اووه اونۍ ادامه پیدا کړي نو بیا ممکنه ده چې دا سیاره ګرمه شي او د انسان د اوسېدو وړ شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button