ټکنالوجي

ایلن مسک د ټوېټر میزونه او نور توکي لیلاموي

د ټویټر شرکت مسئول ایلن ماسک د ټویټر مېزونه، چوکۍ او د موسیقۍ آلې لیلام ته وړاندې کوي

د ټویټر څېښتن ایلن مسک وروسته له هغه چې د ټویټر نښان یې د ایکس(X) بڼې ته بدل کړ، اوس د خپل ټویټر د دفتر زوړ نښان او نور توکي لیلاموي.

نوموړي ۵۸۴ توکي لیلام ته ايښي چې په دې کې کافي میزونه، فرنیچر او انځورونه شامل دي.

نور ولولئ: د فیسبوک او ټویټر تر منځ تازه سیالي

یادو وسایلو کې د موسیقۍ اړوند توکي هم شامل دي.

د زرګونه دندو راکمول

له تېر کال راهیسې چې ښاغلي مسک د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ټویټر پېرلی، د لګښتونو کمولو په هڅه کې دی او په دې لړ کې یې په شرکت کې زرګونه دندې کمې کړې دي.

د لیلام کیدونکو توکو نوملړ کې ویل شوي: “مرغۍ ډوله نښان لا هم د ودانۍ په یوه اړخ کې بند دی. پېردونکی د سانفرانسیسکو جواز لرونکي شرکت رامنځ ته کولو ته اړ دی.”

تېره میاشت د سان فرانسیسکو چارواکو له بېلابېلو ځایونو د ټویټر نښان لرې کولو هڅې په موقتي ډول درولې وې.

دوه انځورونه هم لیلام ته وړاندې کېږي

لومړی انځور د ۲۰۱۴ کال د جایزو په غوڼده کې د اداکارې ایلن ډیجینریس سیلفي ده چې نور ستوري هم ورسره دي.

دویم انځور د هغه وخت دی، چې د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې د دویم ځل لپاره ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د ولسمشر په توګه یې ټویټ وکړ.

دا ټویټ هغه مهال تر ټولو ډېر خوښ کړلی شوی و. دا لیلام د سپټمبر په ۱۲مه پیل کېږي او دوه ورځې به دوام ولري.

ایلون مسک ټویټر په ۴۴ میلیارد ډالرو اخیستی. ده د لګښتونو د کمولو لپاره بېلابېل ګامونه پورته کړل او اوس یې خبره ان تر لیلامه ورسېده.

نور ولولئ: ایلان ماسک د ټویټر د مرغۍ شکل ابي لوګو د سپي شکل پر لوګو بدله کړه

د دې کال په پیل کې هم ټویټر د خپل سان فرانسیسکو له مرکزي دفتر څخه سلګونه توکي لیلام کړل.

د هغه دفتر د مرغۍ نښان تر ټولو په لوړه بیه (۱۰۰،۰۰۰ ډالرو) وپلورل شو.

تیره میاشت یاد شرکت د نیلي رنګې مرغۍ نښان له خپل برانډ څخه لیرې کړ او په ځای یې د ایکس’X’ په ډول تور او سپین نښان ولګاوه.

ایلن ماسک په نړۍ کې د ډېرو شتمنو کسانو په کتار کې دی چې په دې وروستیو کې یې د ټویټر شرکت هم وپېره.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button