Uncategorized

ایمنیسټي انټرنشنل: له طبي زده کړو د نجونو راګرځول به نه جبرانېدونکي پایلې ولري

د بښنې نړیوال سازمان د نجونو پر مخ د طبي زده کړو بندیز غندلی او دغه کار یې له خطر ډک بللی دی

د بخښنې نړۍوال سازمان وایي، چې طالبانو په داسې یوه هېواد کې پر طبي انسټیټوټونو بندیزونه لګولي، چې د میندو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دی.

د دغه سازمان په خبره، د طالبانو دا پرېکړه د ښځو د روغتیا لپاره خطرناکې او ویجاړوونکې پایلې لري.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دوشنبې په ورځ په رسمي توګه په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو زده کړې منع کړې.

د نوموړي دغه پرېکړه د طالبانو ترمنځ د اختلافونو او په څو ډلو د وېشلو لامل شوی دی.

ټاکل شوې ده، چې په همدې تړاو په کندهار ولایت کې د لوړپوړو طالب چارواکو ترمنځ غونډه وشي.

په دې اړه د طالبانو چوپتیا

طالب چارواکو د هبت الله د دې پرېکړې د اقدام په اړه هېڅ ډول توضیحات نه دي ورکړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې ټولو طبي انسټیټوټونو ته دستور ورکړ، چې دغو مراکزو ته د نجونو د ورتلو مخه ونیسي.

نور ولولئ: د بښنې نړیوال سازمان طالبانو ته؛ د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزئ

نور ولولئ: د بښنې نړیوال سازمان: پاکستانی ریاست دې پر پي ټي اېم لګولي بندیزونه ختم کړي

د طالبانو دا پرېکړه د ښځینه محصلینو د سختې غوسې لامل شوې ده.

ښځینه زده کړیانو رسنیو ته په استول شویو پیغامونو کې ویلي، چې د طالبانو دغه پرېکړه د دوی پر روحیې تر ټولو سخت ګوزار دی.

جنسیتي تبعیض

د بخښنې نړۍوال سازمان د ښځو او نجونو پروړاندې د دې فرمان لامل د هغوی د جنسیت له امله بولي.

یاد سازمان د سې شنبه په ورځ وویل: «زده کړې د بشر له اساسي حقونو ګڼل کېږي چې طالبان یې په پرله پسې توګه تر پښو لاندې کوي.»

د بخښنې نړۍوال سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي: «دغه بندیزونه سره له دې چې د نجونو د زده کړو په برخه کې وروستۍ لارې بندوي، د ښځو د سلامت په برخه کې هم خطرناکې او ویجاړوونکې پایلې لري او افغانستان داسې یو هېواد دی چې په کې د میندو د مړینې کچه هم لوړه ده.»

ښځینه زده کړیانو په بېلابېلو پیغامونو کې له طالبانو غوښتي، چې پر نجونو دغه بندیزونه لرې کړي.

دوی وایي، چې د پوهنتونونو وروسته د دوی یوازینۍ هیله انسټیټوټونه و، خو دغه مراکز هم وتړل شول.

دا په داسې حال کې ده چې په نږدې راتلونکې کې به په افغانستان کې د مور او ماشوم مړینه خپل اوج ته ورسېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button