نړیوال خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان وايي تیر کال نړۍ کې ۸۸۳ تنه اعدام شوي

د بښنې نړیوال سازمان پخپل تازه راپور کې چې نن يې خپور کړی ویلي چې تیر کال په ټوله نړۍ کې ۸۸۳ تنه اعدام شوي چې د ۲۰۱۷ ميلادي کال راپدیخوا دومره ډیره کسان نه و اعدام شوي

په راپور کې ویل شوي چې د ټولې نړۍ ۲۰ هیوادونو په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې خلک اعدام کړي او پکې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ ميلادي کال په پرتله دا شمیر ۵۳ په سلو کې لوړ شوی.

د دې نړیوال سازمان په راپور کې دا ندي ویل شوي چې څومره کسان تیر کال په چین کې اعدام شوي خو دومره پکې ویل شوي چې د ټولې نړۍ څخه ډیر کسان هر کال په همدې هیواد کې اعدامیږي.

نور ولولئ: ملګري ملتونه: روسي او اوکرايني ځواکونو زندانيان اعدام کړي

تر چین وروسته ایران په نړۍ کې دویم هیواد دی چې ډیر کسان یې تیر کال اعدام کړي. ایران تیر کال ۵۷۶، سعودي عربستان ۱۹۶، مصر ۲۴ او متحده ایالاتو ۱۸ کسان اعدام کړي.

د راپور له مخې دومره ډیر کسان چې تیر کال سعودي عربستان اعدام کړي، په تیرو ۳۰ کالونو کې ساری نه لري

سعودي عربستان تیر کال ۸۱ کسان چې د ترهګرۍ په ګډون په ګڼ شمیر تورونو تورن و، په یوه ورځ اعدام کړل. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې ویلي ډیر احتمال شته چې دغه ۸۱ کسان چې اعدام شوي، په عادلانه توګه به محاکمه شوي نه وي او دا کار یې د سعودي عربستان د مستبدانه او ظالمانه واکمنۍ څرګندی وباله.

نور ولولئ: د طالبانو محکمو د قصاص او سنګسار شاوخوا ۲۰۰ حکمونه صادر کړي

دې ادارې ویلي چې په ۸۱ اعدام شویو کې ۴۱ یې د سعودي عربستان شیعه ګان وو چې د پخوا راهیسې ورسره د حکومت لخوا په سیستماتیکه توګه تشدد کیږي.

خو سعودي عربستان ویلي چې په اعدام شویو کې اوه یې د یمن او یو یې د سوریې وکړي وو چې د اسلامي دولت یا داعش، القاعدې ، حوثي یاغیانو او یا نورو ترهګریزو سازمانونو سره یې اړیکې درلودې.

دا نده په ډاګه شوې چې چين هېواد تېر کال څومره کسان اعدام کړي ډي

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د چین تر څنګ په شمالي کوریا و ویتنام کې هم د مرګ سزا ډیره شوې خو د چین په شان پدې هیوادونو کې هم د مالوماتو نه خپریدو له کبله نه معلومیږي چې هلته څومره کسان اعدام شوي.

نور ولولئ: دپروېزمشرف داعدام حکم یوې محکمې لغوه کړ

د دې نړیوالې ادارې په راپور کې په ځانګړي توګه ویل شوي چې په سعودي عربستان، ایران او مصر کې په یو ځل د ډیرو اکسانو د اعدام کولو پیښې ډیرې وې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button