سپورټ

ای‌پي‌اېل له یوې اوونۍ ځنډ وروسته نن بېرته پیلېږي

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

له یوې اوونۍ ځنډ وروسته، د ای‌پي‌اېل ستر لیګ نن د ارسي‌بي او کلکتې په لوبې پیلېږي. هغه لوبغاړي چې له هند څخه وتلي وو، د افغان لوبغاړو په ګډون ډېری یې بېرته هند ته ستانه شوي او له خپلو اړوندو لوبډلو سره یو ځای شوي دي.

د ای‌پي‌اېل ستر لیګ نن(شنبه، د می ۱۷مه) د ویرات کوهلي ارسي‌بي او رحمان‌الله ګربز کلکتې لوبډلو په لوبې پیلېږي.

دغه لوبه به د هند په بنګلور کې ترسره شي.

هغه لوبغاړي چې له هند څخه وتلي وو، ډېری یې بېرته هند ته ستانه شوي، له دې ډلې څخه افغان لوبغاړي راشد خان او کریم جنت له ګجرات، رحمان‌الله ګربز له کلکتې، عضمت‌الله عمرزی له پنجاب، نوراحمد له چینای، مجیب رحمان له ممبي او صدیق‌الله اتل له دهلي لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

د هندي کرکټ بورډ (BCCI) په وینا، د دغه لیګ پاتې لوبې به د مې له ۱۷مې د جون تر ۳مې په شپږو ښارونو کې ترسره شي.

باید وویل شي چې صدیق اتل په لومړي ځل د هند غوره لیګ کې لوبېږي، او د دغه لیګ تر ځنډېدو وړاندې له دهلي لوبډلې سره تړون کړی و.

په همدې حال کې تراوسه هند ته د فضل فاروقي ستنېدو په اړه معلومات نشه، خو ښایي نوموړی هم په لنډ وخت کې له خپلې لوبډلې سره یو ځای شي. فاروقي له راجستان رویلز لوبډلې سره لوبېږي.

دا هم ولولئ:  افغانستان به راروانې لوبې له ایرلینډ سره ترسره کوي

د یادولو ده چې د ای‌پي‌اېل سیالۍ د هند او پاکستان ترمنځ جګړې له امله ځنډېدلې وې.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button