نړیوال خبرونه

ای آر ټي ایف او نړیوال بانک افغانستان لپاره نوې بېړنی پروژې منظور کړې.

د افغانستان د بیارغونې صندوق مدیریت کمیټې او نړیوال بانک په دې اونۍ کې د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت درې پروژې منظورې کړې چې د افغانستان خلکو ته به بیړني او اړین خوراکي توکي، معیشت او روغتیايي خدمتونه برابروي.تر څو هفه بې وزله افغانان چې اوس وروستیو تحولاتو څخه متاثره شوي دي مرسته ېې وشي.

د نړیوال بانک له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټولې درې پروژې به د موقت حکومت له کنټروله بهر د ملګرو ملتونو د ادارو او نادولتي موسسو له لارې پلې کېږي. په خبرپاڼه کې راغلي، دغه فعالیتونه د افغانستان لپاره د نورو څو اړخیزو او دوه اړخیزو تمویل ژمنو سره همغږي دي.ویل کیږي چې  دا پروژې د دې لپاره ډیزاین شوي چې ښځې او نجونې د پروژې له فعالیتونو څخه ګټه پورته کړي.په بیان کې یادونه شوې، “ټولې درې پروژې د داخلي اعتبار کنټرول او د څارنې خپلواک ترتیبات هم لري ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې فنډونه د دوی د ټاکلو موخو لپاره کارول کیږي هم او که نه.

د افغانستان د بیړني خوراکي خوندیتوب پروژه به د کوچنیو افغان بزګرانو لپاره د خوراکي محصولاتو په تولید کې مرسته وکړي او د خوراکي خوندیتوب د لا خرابیدو مخه ونیسي.نړیوال بانک وویل چې ټولټال 195 ملیون ډالر به په دوه برخو کې خوشې شي: 150 ملیون او 45 ملیونه نورې. دویمه پروژه به  د افغانستان د ټولنې د انعطاف او معیشت د لنډ مهاله معیشت د فرصتونو په برابرولو او په کلیو او ښاري سیمو کې د بیړنیو اړینو خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي

  نور یی ولوله | له ګاک شرکت سره د ۴ هوايي ډګرونو د هوايي چلند د امنیت تړون

 د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، د دې پروژې موخه د افغانستان په ۶۴۵۰ کلیوالو لکه  بامیان، هرات، جلال اباد، کابل، کندهار، خوست، کندز او مزارشریف ښارونو کې د یو میلیون کورنیو لپاره د ژوند او عاید زمینه برابرول دي.د دې پروژې لپاره به ټولټال 265 ملیون ډالر به په دوه برخو کې خوشې شي. 100 ملیون ډالر او بیا  165 ملیون ډالر ترڅو د دغو سیمو خلک له بې وزلی اووزي.

دریمه پروژه، د افغانستان د روغتیا د بیړني غبرګون پروژه به په افغانستان کې د اړینو روغتیایي خدماتو کارول او کیفیت لوړ کړي. د دې پروژې هدف د ملي او نړیوالو خدماتو چمتو کونکو سره په ملګرتیا د هیواد په کچه له 2,300 څخه زیاتو روغتیایی تاسیساتو خدمتونه وړاندې کول دي.دا پروژه به دوه ملیونه ماشومانو سره مرسته وکړي چې په بشپړ ډول واکسین شي او له 1.2 ملیون څخه ډیرې میرمنې به په مجهزو روغتیایی مرکزونو کې زیږون وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button