لوبې خبرونه

ای سي سي افغانستان کې د کرېکټ حالاتو ارزولو لپاره کاري ډله وټاکله

 افغانستان افغانستان

د کرېکټ نړیوالې شورا  ای سي سي   په افغانستان کې نارینه او نجونو د کرېکټ عمومي وضعیت او همدا رنګه  د افغانستان کرېکټبورډ‌ د چارو ارزولو لپاره یوه کاري ډله ګومارلې. ای سي سي دا فیصله  د سه شنبې پر ورځ په دوبۍ کې خپله یوه مهمه غونډه کې کړې .

یادې شورا په دې اړه خپله لنډه اعلامیه کې ویلي دا فیصله  یې افغانستان کې د حکومت د بدلېدو په لیدو  سره  کړې . په دې کاري ډله کې عمران خواجه د مشر په توګه او ترڅنګ یې راس مېکالم، لاوسن نایډیو او رمیز راجه هم  شامل دي. دوی ته دنده سپارل شوې چې افغانستان کې د کرېکټ عمومي وضعیت ارزونه

کړي او راتلونکو میاشتو کې د ای سي‌ سي د مشرانو بورډ ته خپل رپور ورکوی . اوس مهال   کې د افغانستان کرېکټ بورډ د بيان له مخې د کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف او اجراييه رئيس نصيب خان د کرېکټ نړيوالې

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

شورا د هند او پاکستان د کرېکټ له چارواکو سره غير رسمي ليدنه کړی  او د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ په تړاو  يې خبرې کړې . یادونی  وړ ده  چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنې څخه  وروسته دې هېواد کې د نجونو د کرېکټ په تړاو اندېښنې راپورته شوې. د افغانستان کرېکټ بورډ پخوانیو مشرانو ویلي‌ طالبانو د نجونو د کرېکټ‌ په تړاو  مثبت ځواب او اطمنان ورکړی. خو په عمل کې د افغانستان د نجونو د کرېکټ لوبډلې برخلیک لا هم نه دی ښکاره کړی   معلومه  نده  چې څه وخت به د فعالیت اجازت  ورکړی.

وضعیت ته په لیدو  به پرېکړه کوو د ای سي سي مشر ګرېګ بارکلې په دې تړاو  ویلي یادی  شورا ژمنه کړی   چې په افغانستان کې د نارینه و او ښځو د کرېکټ ودې لپاره د افغانستان د کرېکټ بورډ ملاتړ ته دوام ورکوی نوموړي‌ ویلي موږ په دې باور یو چې د دې موخه لاسته راوړلو لپاره  تر ټولو اغېزناکه لور  دا ده چې د افغانستان

کرېکټ بورډ له خپل نوي حکومت سره په دې تړاو  خبرې او کار وکړي.‌ مونږ  به یې دې کار  کې ملاتړ کوو نوموړی وایي کوښښ به کوي چې افغانستان کې د کرېکټ دا حیثیت خوندي‌ وساتي او د افغانستان کرېکټ‌ بورډ په مرسته به د مثبت بدلون راوستلو کوښښ کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button