Uncategorizedلوبې

ای سی سی د فیکسنګ له امله په یوه لوبغاړي (۱۴) کاله بندیز ولګاوه

د کرکټ نړیوالې شورا د یوه لوبغاړي له لوري د میچ فیکسنګ په قضیه سخت غبرګون و، په هغه یې څوارلس کاله بندیز ولګاوه. دغه لوبغاړی مهردیپ چاوکر نومېږي او د متحده عربي اماراتو په کورني کرکټ کې لوبېږي.

مهردیپ

د معلوماتو له مخې، په مهردیپ چاوکر په ۲۰۱۹ کال د متحده عربي اماراتو او زمبابوې ترمنځ لوبلړۍ او په همدې کال د کاناډا د (جي ټي) شل اوریزه لیګ کې د میچ فیکسنګ تور پورې شوی و. کله چې د هغه قضیه وڅېړل شوه نو د کرکټ نړیوالې شورا او د کاناډا کرکټ د فساد ضد اصولو څخه یې اوه سرغړونې کړې وې، چې له همدې امله هغه مجرم وګڼل شو او څوارلس کاله پرې د کرکټ بندیز ولګېده

نور یی ولوله | نیوزیلېنډ، پاکستان ته ستره ماتې ورکړه

نور یی ولوله | د کرکټ نړیوالې شورا د هغو توپ اچونکو نوملړ خپور کړ

چاوکر

چاوکر د متحده عربي اماراتو په عالي کرکټ کلبونو کې د ویکټ ساتونکي توپ وهونکي په توګه لوبېدلی، که څه هم هغه خپله دا جرم نه مني، خو دا چې د میچ فیکسنګ په اړه یې د څېړنو لپاره له اړوند ادارې سره مرسته هم نه وه کړې، خو دا جرم هم پرې ور زیات شو.

د کرکټ نړیواله شورا وایي، په ۲۰۱۸ کال په متحده عربي اماراتو په یوه ټورنمنټ کې فساد وشو او له هغې وروسته مهردیپ چاوکر تر څارنې لاندې ونېول شو، تر دې چې هغه مجرم ثابت شو او څوارلس کلن بندیز پرې ولګېده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button