لوبې

د کرکټ نړیوالې شورا د هغو توپ اچونکو نوملړ خپور کړ

د کرکټ نړیوالې شورا د هغو توپ اچونکو نوملړ خپور کړ چې تر اوسه یې په شل اوریزو نړیوال جامونو کې تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستي دي، چې موږ به یې دلته په اړه وغږیږو.

د ۲۰۰۷ کال نړیوال جام:

 دا لومړنی شل اوریز نړیوال جام و، چې په جنوبي افریقا کې وشو او پایلوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړه. د دغه نړیوال جام تر ټولو غوره توپ اچونکی عمر ګل و، هغع ټولټال ۱۳ ویکټې واخیستې او د نیوزیلېنډ خلاف د ۱۵ منډو په بدل کې درې ویکټې اخیستل یې غوره توپ اچونه وه

د ۲۰۰۹ کال نړیوال جام: 

له ۲۰۰۷ کال وروسته په ۲۰۰۹ نړیوال جام کې هم عمر ګل بې سارې کارکردګي وښودله او یو ځل بیا په خپلې ښې توپ اچونې سره د نړۍ مخکښ ویکټ اخیستونکی شو. عمرګل دا ځل بیا ۱۳ ویکټې واخیستې، همړغه راز د سریلانکا مینډیس، ملېنګا او د پاکستان سعید اجمل هم په دې سیالیو کې ۱۲ او ۱۲ ویکټې واخیستې، په دې نړیوال جام کې عمر ګل نیوزیلېنډ خلاف د ۶ منډو په بدل کې پنځه ویکټې واخیستې.

نور یی ولوله | شاهد افریدی د خپل زوم په اړه څه ویلي دي

نور یی ولوله | د ډېوېډ ملر د لور په اړه خبر

د ۲۰۱۰ کال نړیوال جام:

 په دې نړیوال جام کې تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستو ویاړ د استرالیا ډیرک نانس خپل کړ، چې ۱۴ ویکټې یې اخیستې وې. د ۲۰۱۲ کال نړیوال جام: د سریلانکا اجنتا مینډیس د ۲۰۱۲ کال شل اوریز نړیوال جام کې تر ټولو زیاتې ۱۵ ویکټې واخیستې. د دې نړیوال جام پای لوبه د سریلانکا او ویسټ انډیز ترمنځ ترسره شوه، چې مینډس د ۱۲ منډو په بدل کې ۴ وېکټې واخیستې، چې کریس ګیل، براوو، پولارډ او رسل و، خو ویسټ انډیز، سریلانکا ته ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره د شل نړیوال جام وګاټه.

د ۲۰۱۴ کال نړیوال جام: 

په دې نړیوال جام کې تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستو ویاړ د سویلي افریقا عمران طاهر او د هالېنډ احسن ملک خپل کړ، چې دواړو ۱۲-۱۲ ویکټې اخیستې وې. د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام: د افغانستان لوبډلمشر محمد نبي د ۲۰۱۶ نړیوال جام په سیالیو کې تر ټولو غوره توپ اچونکی و، چې په دې سیالیو کې یې ۱۲ ویکټې اخیستې وې او راشد خان د ۱۱ ویکټو په اخیستو دویم مقام درلود

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button