لوبې خبرونه

ای پي ايل: په پایلوبه کې د یو او بل پر وړاندې مخکښ ټیمونه

په پام کې ده چې نن د هند د سوداګریزو سیالیو یا « ای.پي.ایل» وروستی لوبه ترسره شي

دا لوبه نن ماښام شاوخوا اووه بجې د ګجرات ټیټاینس او چینای سوپرکینګ ترمنځ د هند په احمد اباد ښار کې ترسره کېږي.

چینای لوبډلې د روانو سیالیو په نیمه پای لوبه کې ګجرات ته ماتې ورکړه او ځان یې پای لوبې ته ورسوو، خو ګجرات لوبډلې د امتیازې چانس له لرلو څخه په استفادې ممبي لوبډلې ته ماتې ورکړه او ځان یې د دویم ځل لپاره پای لوبې ته ورسوو.

دا لوبډلې ولې مخکښې دي؟

دا ډواړه هغه ټیمونه دي چې د ۲۰۲۳م. کال په ای پي ایل سیالیو کې خورا ښه ځلېدلي دي. دواړو ټیمونو ته په نړیوال کرکټ کې د مخکښو ټیمونو په سترګه کتل کېږي، ځکه د کرکټ پوهانو په وینا، په دې لوبډلو کې داسې لوبغاړي موجود دي چې جادویي کرکټ کوي او په کرکټ کې له خورا ډېرو تجربو څخه برخمن دي. دا هم ویل کېږي چې په دې لوبو کې اکثرو لوبغاړو له باتجربه کرکټ کوچینګ څخه د پام وړ تجربې تر لاسه او په لږ وخت کې ډېر ښه وځلېدل.

افغان کرکټ لوبغاړي!

په ای پي ایل سیالیو کې د نورو تر څنګ ښه ځلېدلي لوبغاړي افغان لوبغاړي دي چې په نړیوال کرکټ کې د خورا ښه شهرت خاوندان دي. د کرکټ د مبصرینو په وینا، افغان لوبغاړي داسې وړتیاوې لري چې په ای پي ایل کې یې په ګیم چنجینګ کې ښه رول لوبولی دی. افغان لوبغاړو په توپ نیونه، بالینګ او بټینګ کې سل سلنه خپله وړتیا ثابته کړي ده او همدا علت دی چې د نړۍ د کرکټ پوهانو پام یې ځان ته اړولی دی.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ: د هندوستان کرکټ غوره ليګ سيالیو په اړه

په افغان لوبغاړو کې راشد خان، نور احمد لکڼوال، نوین الحق، رحمن الله ګربز او نور هغه لوبغاړي دي چې په ای پي ایل کې یې ښې لوبې تر سره کړي دي. ډېری د نظر خاوندان وایي چې دادې افغان لوبغاړو د جادوګر سپېن بال برکت و چې نن په ای پي ايل کې ګجرات ټیټاینس لوبډله پایلوبې ته رسېدلي ده. په افغان لوبغاړو کې راشد خان هغه سپېنر بالر دی چې د ۲۰۲۳م. کال د ای پي ای په سیالیو کې په ډېرو ویکټو اخیستو کې تر اوسه دوهم مقام، په کېچ نیولو کې لومړی او په ګیم چینجینګ کې هم مخکښ مقام لري.

نور ولولئ: د هندوستان کرکټ غوره لیګ سياليو په دوام؛ په تېره لوبه کې مومبيي اينډينس لوبډلې ډهلي کپيټلس لوبډلې ته ماتې ورکړه

باید یادونه وکړو چې د دې سیالیو د تېر کال اتلولي هم ګجرات لوبډلې ګټلې وه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button