هنر او ادب

بابل خان: نه غواړم د پلار په شانتې شم، بلکې خپلې ځانګړتیاوې به پیدا کوم

د بالیووډ د مرحوم او تکړه اداکار عرفان خان زوی بابل خان د نوي فلم (کالا) ټریلر خپور شو. بابل خان په یوه تازه مرکه ویلي چې د خپل پلار د هنري میراث له امله تر فشار لاندې و.

کله چې له اداکار بابل خان څخه وپوښتل شول چې ایا په اداکارۍ کې د خپل پلار ځانګړنې وینئ؟ په دې اړه هغه وويل، چې زما پلار چې کوم صفتونه درلودل، هغه یې له ځان سره یوړل، زه اوس غواړم چې په ځان کې ځانګړتیاوې پيدا کړم. هغه وويل چې غواړي په هر ډول فلمونو کې کار وکړي او دا هم غواړي چې هر ډول اداکاري وکړي او هڅه به کوي چې په فلمي صنعت کې ځانګړی نوم واوسي.

نور یی ولوله | اسلامي امارت د سپین بولدک- چمن پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ګومارلی

نور یی ولوله | د اسلامي امارت مشر تازه حکم

د یادولو وړ ده چې په (کالا) فلم کې به ترپاټي ډومري د بابل خان په مقابل کې ولیدل شي او نور اداکاران یې اشیش سنده، نیر راو، امیت سیال، ورون ګورو او کوثر منیر دي. دا فلم به د دسمبر په لومړۍ نیټه په نیټ فلیکس خپور شي.

د (کالا) فلم کیسه د یوې ځوانې سندرغاړې په شاوخوا راڅرخي، چې دا رول ترپاتي ډومري لوبولی دی. هېره دې نه وي چې د نړۍ وتلی اداکار عرفان خان په ۲۰۲۰ کال د کولمو د سرطان له امله د ۵۴ کلونو په عمر ومړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button