کورني خبرونه

بادغیس ته د طالبانو د امیر ملا هیبت الله سفر

یاد ولایت کې نوموړي د سفر پر مهال د اسلامي نظام د ټینګښت سپارښتنې کړي دي

ملا هیبت الله داسې مهال د شمال ولایتونو په سفر وځي چې تازه امریکا ویلي، د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود به امریکا ته دعوت شي او ددغه هېواد ته کانګرېس ته به وینا وکړي. 

تازه ملا هیبت الله د شمال ولایتونو په سفر وتلی دی.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د پنجشنبې په ورځ بادغیس ولایت ته تللی او هلته یې له سیمه ییزو طالب چارواکو سره لیدلي دي.

سرچیني وايي، چې ملا هبت‌الله له بادغیس وروسته شمالي ولایتونو په سفر روان شوی.

د ملا هیبت الله ناڅاپي سفر

بادغیس ته د ملا هبت‌الله دغه سفر ناڅاپي شوی او په دې اړه د طالبانو ویاندیانو رسنیو ته څه نه وو ویلي.

د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزیون د شنبې په ورځ د (وږي ۱۰مه) د بادغیس ولایت د رسنیز دفتر له لوري د یوې خبرپاڼې په حواله په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ملا هبت‌الله په بادغیس کې د یاد ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې «د اسلامي نظام د ټینګښت، د شریعت پلي کول، د جهاد د لاسته راوړونو ساتل او د مسلمانانو د اولادونو تر منځ د اسلامي زده‌کړو د رواج کولو» لارښوونې کړې دي.

نور ولولئ | د قطر لومړي وزیر او ملا هیبت الله تر منځ پټه ناسته

نور ولولئ | ملا هیبت الله ته د ملا فضل الرحمان ګواښ؛ تاسو به یا پاکستان انتخابوی یا ټي ټي پي

ملا هبت‌الله د پنجشنبې په ورځ بادغیس ولایت ته سفر کړی، خو طالبانو د نوموړي د سفر په اړه دوه ورځې وروسته خبرپاڼه خپره کړه.

د کلکو امنیتي تدابیرو نیول کېدل

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون دا نه دي ويلي، چې له ملا هبت‌الله سره په دغه سفر کې نور کوم طالب چارواکي ګډون لري.

له بادغیس ولایت څخه پر ټولینزو پاڼو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې دغه ولایت ته د ملا هبت‌الله د ورتګ لپاره کلک امنیتي چمتوالی نیول شوی و.

یو شمېر سرچیني وايي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله له بادغیس ولایته وروسته شمالي ولایتونو ته په سفر وتلی دی خو تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د طالبانو امیر ملا هیبت الله داسې مهال د شمال ولایتونو په شفر وځي، چې تازه امریکا د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ته دغه هېواد ته د ورتګ بلنه ورکړې ده او بل خوا درې ورځې وړاندې طالب پلوی قومندان حمید خراساني د طالبانو د نظامي کمیسیون لخوا لومړی بې وسلې او وروسته ونیول شو. 

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button