نړیوال خبرونه

ټرانسپورټ وزارت: ډېر ژر به د فلای دوبی پروازونه پیل کړي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې “فلای ډبۍ” هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړي.

ټرانسپورټ وزارت : 

د دې وزارت مسوولان زیاتوي، د کابل په هوايي ډګر کې د هوايي چلند د شرکتونو ټولو الوتنو ته شرایط برابر شوي دي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال غلام جیلانی وفا وايي: «دوی د ټکټونو پلورلو او د الوتنو پیلولو لپاره یوې یا یوې نیمې میاشتې ته اړتیا لري چې سېسټمونه یې بېرته فعال شي او د ټکټ پلورل پیل شي او په یوه میاشت کې به کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.

نور یی ولوله | د فولبرايټ او چیوننګ سکالرشپونه افغانانو لپاره ولې بند دي؟

نور یی ولوله | د غزني تاریخي ابدو لېدنې ته ګڼ سیلانیان ورمات شوي

د هوايي چلند اداره :  

په ورته وخت کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند وايي، دمګړۍ هره ورځ په کور دننه او بهر ته شاوخوا ۳۰ الوتنې ترسره کېږي. امام الدین احمدي وايي: «خصوصي شرکتونو خپلو مسافرانو ته په کتو الوتنې پیل کړې دي، خو موږ له ټولو هېوادونو سره الوتنې لرو، ځینو هېوادونو ته افغان شرکتونه، ځینو نورو ته خپله د هغه هېواد شرکتونه الوتنې کوي او ځینو چې الوتنې درولي، د هغوی پر ځای اریانا شرکت الوتنې کوي، مسافرانو ته هېڅ ډول ستونزه نه‌شته..

سیاحتي شرکتونه 

له بل لوري د سیاحتۍ شرکتونو ځینې مسوولان وايي، له یوه کال راهیسې د نړۍوالو الوتنو د کمېدو له امله يې عاید کم شوی دی. د یوه سیاحتي شرکت مسوول محمد حسیب روشندل وايي: «شاوخوا یو کال کېږي چې د پخوا په څېر کار نه‌شته او یو کال وړاندې کارونه په تېره د بهرنیو هېوادونو ته د اتلوتنو کار ډېر ښه وو. له دې سره هم‌مهاله ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د ترکش ایر لاینز الوتنې به هم د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې کابل او مزارشریف ته پیل شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button