سیمه‌ییز

بدخشان کې د کوکنارو پر سر جنجال؛ طالبان وايي، ستونزه حل شوه

بدخشانیانو لا د ستونزې د حل په برخه کې رسنیو ته څه نه دي ویلي خو طالبان وايي چې ستونزه حل شوي ده

طالبانو په بدخشان کې د کوکنارو د کښتونو په سر ولسي خلکو سره د دوی د ټوکیدلي جنجال د حل و فصل خبر ورکړی او ویلي، چې په دې اړه معترضانو سره یوې پایلې ته رسیدلي.

د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د درایم او ارګو خلکو د دوی پلاوي سره په ناسته کې ژمنه کړې چې د کوکنارو له محوې ملاتړ کوي او د ده په خبره مزاحمت به نه ورته کوي.

د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین

په ارګو او درایم کې د طالبانو د کوکنارو د له منځه وړلو ټیمونو له ولسي خلکو سره لانجه کړې وه چې په نتیجه کې یې د سیمې دوه تنه وژل شوي وو او شپږ نور ټپیان وو.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د زیانمنو ستونزو ته به رسیدګي کېږي او له دې وروسته به په دې برخه کې څه شخړه نه رامنځته کېږي.

ځایي خلکو لا د طالبانو د ویاند ادعا نه ده تایید کړې.

نور ولولئ: د طالبانو حکومت وايي هغه سرتېري محکمې ته معرفي کوي چې بدخشان کې یې پر خلکو ډزې کړې

نور ولولئ: د بدخشان چاودنې ۱۱ ووژل، لسګونه يې ټپیان کړل

دا هم ولولئ:  لوبې؛ سرپل ولایت کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د سنوکر کلب جوړ شوی

دوی مخکې غوښتنه کړې وه، چې بزګرو ته مرګ ژوبله اړوونکي طالبان دې مجازات او هم دې له سیمه ییزو طالبانو پرته نور هغه د کوکنارو ختمولو په کمپاین کې نه شاملیږي.

د ارګو او درایم لسګونو اوسیدونکو له تېرې جمعې ورځې راهیسې د هغه څه پر وړاندې چې د کوکنارو د فصلونو د ختمولو په برخه کې یې د طالبانو ناوړه چلند باله،  تاوتریخجنې مظاهرې وکړې او له دې سیمو یې د طالبانو د ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.

د باغونو اړولو په اړه د خلکو ادعا

خلکو شکایت کاوه چې د طالبانو وسله وال د دوی شنې کروندې او میوه داره ونې هم د کوکنارو د له منځه وړلو پر مهال له منځه وړي.

ورته ناندرۍ مخکې په هلمند کې هم د خلکو او طالبانو تر منځ رامنځته شوې وې.

طالبانو په ټول هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه یي توکیو د کښت او مخنیوي امر کړی، چې ځینو سیمو کې یې د تطبیق لپاره ستونزو سره مخ شوي.

کروندګر شکایت لري، چې طالبانو د بدیل معیشت له برابرولو او دغه راز د نشه یي توکو د فصلونو د ختمولو په برخه کې له ولسي همغږۍ پرته په توندۍ سره پاروونکو اقداماتو ته مخه کړې ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button