نړۍ خبرونه

برازیل کې ۲۹۰ میلیونه کاله پخوانی ځنګل موندل شوی

په برازیل کې د سړک د جوړولو په حال کې یو لرغونی ځنګل چې درې ونې لري کشف شو

په برازیل کې د یو سرک د جوړولو پر مهال په ناڅاپي ډول د ۱۶۴ ونو لرونکی لرغونی ځنګل موندل شوی دی، چې ویل کېږي ۲۹ کروړه یا ۲۹۰ میلیونه کلونه د پخواني ځنګل برخه ده.

ځنګل د پوهانو لپاره د لرغونتوب د کړکۍ په څیر دی

دا ځنګل د هغه پوهانو لپاره، چې هغوی په ونو بوټو باندې څېړنه کوي، لرغونتوب ته د رسېدو یوه کړکۍ غوندې ده. په دغه ځنګل کې ۱۶۴ ونې دي، چې دا ونې نه د ګلونو والا دي او نه هم مېوه لرونکې دي، دې ته په ساینسي توګه د (لایکو فایټس) نوم ورکړل شوی دی.

تیمي موټین چې د جیولوژي پوهان دی، په همدغه برخه کې یې دوکتورا کړې ده، هغه د دغه ونو د موندلو په اړه وايي، چې دا د ځمکې د ساتنې لپاره یو تر ټولو مهمه لاسته راوړنه ده، چې دغه پخوانۍ ونې موندل شوي دي.

نور یی ولوله| هېواد کې وروستیو سېلابونو ۴۰۰ تنه مړه کړي

نور یی ولوله| د متحده عربي امارتو ولسمشر د افغانستان زلزله ځپونکو لپاره بېړنې مرستې اعلان کړې

نوموړی وايي، چې دا ونې ۲۹۰ میلیونه کاله پخوانۍ دي او دا د ځمکې د لومړنیو وختونو ونې دي. نوموړي د واورو له وخت وروسته په ځمکه باندې څېړنه هم کړې ده او هغه مهال د ونو بوټو او ځنګلونو په اړه یې معلومات راغونډ کړي دي.

تر دې مخکې هم په برازیل او ارجنټاین کې دوه داسې پخواني د ونو ډولونو موندل شوي دي، خو هغه د شمېر په کچه ډېر لږ دي او دا د شمېر په کچه ډېر زیات دي، چې په دې اړه نورې څېړنې هم روانې دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button