Uncategorized

برتانوي حکومت ټیک‌ ټاک د ماشومانو د مالوماتو نامناسبې کارونې له کبله ۱۲،۷ میلیونه پونډه جریمه کړ

د بریتانیا هېواد د مالوماتو د څار ادارې ویلي چې ټیک ټاک د ماشومانو د محرمیت په ساتنه کې د پاتې راتلو له امله ۱۲٫۷ ملیون پونډه جریمه شوی

دا په داسې حال کې ده چې پر دغه ټولنیزه رسنۍ په نړیواله کچه محدودیتونه او بنديزونه ډېرېدونکي دي. استرالیا هم د ګڼو اروپايي او لویدیځو په څېر په حکومتي وسایلو کې د امنيتي اندېښنو له امله پر دغه ټولنيز اپلېکېشن بندیز ولګاوه.

افغانستان او پاکستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې دي چې پر دغه اپلېکېشن يې پخوا لا بندیز لګولی.

د بریتانیا د مالوماتو د کمیشنر دفتر (ICO) په یوه څېړنه کې موندلې چې د ویډیو شریکولو اپ یا کاریال ټیک‌ ټاک د ډېټا یا د مالوماتو د ساتنې قانون مات کړی. دغه بنسټ ویلي د جريمې وړ دا سرغړونې د ۲۰۱۸ د مې او د ۲۰۲۰ د جولای تر منځ شوې.

که څه هم ټيک ټاک وايي، د ICO له دې پریکړې سره موافق نه دي.

دا یو له هغو درنو جریمو ده چې د برېتانیا هېواد د مالوماتو د کمېشنر بنسټ تر اوسه لګولې ده

بلخوا نوموړې څارونکې اداره وايي دا لاهم د هغه څه نیمایي ده چې ICO يې تېر کال پر ټیک ټاک د اېښودلو ګواښ کړی و.

د تېر ۲۰۲۲ زیږيديز کال په سپتمبر میاشت کې، د مالوماتو د خونديتوب دغه څارونکي بنسټ ټیک ټاک ته د «ارادې خبرداری» یاد احتمالي جریمې په اړه مخکې خبرداری هم ورکړی و.

د برېتانیا د مالوماتو د کمیشنر دفتر اټکل کوي چې TikTok په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د برېتانیا تر ۱٫۴ ملیونه پورې له دیارلسو کلونو ټيټ عمره ماشومانو ته د دغه اپلېکېشن د کارولو اجازه ورکړې وه، په داسې حال کې چې خپل قانون يې هم داسې دی چې د دغه عمر ماشومانو ته د حساب جوړولو اجازه نه ورکوي.

نور ولولئ: د ټیک ټاک نوی مشر شو زي چیو څومره پيژنئ؟

د انګلستان د مالوماتو د خونديتوب قانون وايي هغه پلټ فارمونه چې شخصي مالومات کاروي کله چې د ۱۳ څخه کم عمر ماشومانو ته مالومات وړاندې کوي باید د میندو او پلرونو خوښه یا رضایت ولري.

په افغانستان کې اوس مهال د ټيک ټاک کارول په قانوني توګه بند دي خو ډېری خلک يې د VPN له لارې ګوري.

په ټيک ټاک چينايي اپ دا تور هم دی چې د خلکو محرم مالومات له ځينو ادارو سره شريکوي هغه څه چې د دغه اپ جوړونکي او مشران يې ردوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button