ژوند او ټولنهسفر خبرونهنړیوال خبرونه

بریتانیا: استناف محکمې روانډا ته د کډوالو استول غیر قانوني وبلل

بریتانیا کې د استناف یوې محکمې د حکومت هغه پلان ناقانونه بللی، چې غواړي کډوال روانډا ته واستوي‌

د لندن د عالي محکمې د پرېکړې پرضد د کډوالو ملاتړو خیریه ټولنو او خپله کډوالو د استناف غوښتنه کړې وه.‌

د استناف محکمې قاضیانو ویلي، د ختیځې افریقا دغه هېواد خوندي نه دی او ښايي کډوالو بیرته خپلو هېوادونو ته وشړي، ‌او له همدې امله یې د عالي محکمې پرېکړه چې د ۲۰۲۲ ډېسمبر کې شوې وه،‌ بېرته اړولې ده.‌

د بریتانیا حکومت د یوې تګلارې له مخې پلان درلود، ځینې هغه کسان چې په ناقانونه توګه بریتانیا ته ننوځي روانډا ته په الوتکو کې واستوي او له هغه ځایه به د پناه غوښتنې مخې ته وړي.‌

د انساني قاچاق مخنیوی

د بريتانيا حکومت وايي، دا پاليسۍ يې د انساني قاچاق د مخنيوي په موخه جوړه کړې وه، خو د بريتانيا د اپوزيسيون ګوندونو او د بشري حقونو ډلو پرې سختې نيوکې کړې وې.

نور ولولئ: افغان کډوالو ته د پناه ورکولو په اړه د امریکا غوښتنه رد شوه

د استناف محکمې یوه قاضي د پرېکړې د اورولو پرمهال وویل “دا ګواښ ريښتنی دی، چې ښايي‌ کډوال له روانډا نه بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي او هلته یې ژوند له خطر سره ممخ شي.‌ داسې حال کې چې ښايي‌ دوی د پناه غوښتنې ښې قضیې ولري.”

که څه هم قاضي‌ په خپلو خبرو کې وویل، چې روانډا د ښه نیت له مخې د کډوالو د خوندیتاب ډاډ ورکړی، خو زیاتوي چې په محکمه کې اکثریت پر دې باور وو چې هغه ځای د کډوالو لپاره خوندي نه دی او باید و نه لېږل شي.‌

د محکمې د پرېکړې مخالفت

د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک په خپل لومړي غبرګون کې ویلي، محکمې ته درناوی لري خو وايي‌ له “پرېکړو سره یې په ټینګه مخالف دی. ”

ښاغلی سوناک زیاتوي چې روانډا د کډوالو د استولو لپاره “خوندي ځای دی” او ټینګار کوي چې اوس به سترې محکمې ته اپیل کوي.‌

د بریتانیا لومړی وزیر وايي،‌ د خپل حکومت د تګلارې پلې کولو لپاره به هر څه وکړي چې په وس کې یې وي. حکومت اوس د جولای تر شپږمې وخت لري چې ستره محکمه کې د اپیل لپاره عریضه وړاندې کړي.

سره له دې چې په تېرو دوو محکمو کې روانډا ته د کډوالو د استولو په اړه پرېکړه بېلا بېلې وې، خو د حکومت تګلاره لا هم په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې او ښايي‌ په ستره محکمه کې دواړه اړخونه بیا سره مخامخ شي.‌

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button