Uncategorized

بریتانیا د ښځو او ماشومانو لپاره خپلې بهرنۍ مرستې کموي

بریتانیا‌ د هغو مرستو کچه کمه وي، چې بهرنیو هېوادونو کې یې د ماشومانو او ښځو د لاسنیوي کوي

د بریتانیا په حکومت کې وزیرانو ته خبرداری ورکړل شوی چې زرګونه میندې او ماشومان به د زیږون پر مهال د دغو مرستو د کمېدو له امله ومري.‌

د حکومت یوه کورنۍ ارزونه وايي، نږدې ۲۰۰ زره مېرمنې به په ناخوندي ډول خپل ماشومان لېرې کړي.

نور ولولئ: یونیسیف: بریټانیه له افغانستان سره ۲۴ مېلیون پونډه مرسته کوي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، پر هغو هېوادونو چې اقتصاد یې کمزوری دی، د دوی بهرنۍ مرسته په دې موخه د “لنډمهال” لپاره کمه شوې چې پیسې سپما کړي،‌ خو وروسته به بېرته نژدې دوه برابره شي.

یاده مرسته پر افغانستان ۷۶ سلنه کمېږی

‌د بریتانیا حکومت د داخلي‌ اسنادو له مخې، پر افغانستان به ۷۶ سلنه مرسته کمه شي چې له امله به یې د نړۍ ځینې تر ټولو زیانمنونکې ښځې او نجونو به له مهمو خدمتونو بې برخې شي.‌

په یمن کې به د همدې مرستو د کمېدو له امله نږدې نیم میلیون ماشومانو او ښځې له روغتیايي خدمتون بې برخې شي.

د بهرنیو چارو وزارت په ارزونه کې راغلي‌، “پر افغانستان د ۷۶ سلنه مرستې کمېدو لپاره به ښځو او نجونو مهم خدمتونه ونه رسول شي.‌”

نور ولولئ: عربي اماراتو افغانستان سره څه ډول مرستې وکړې؟

په ۲۰۲۲ کال کې بریتانیا له افغانستان سره نږدې ۲۸۶ میلیونه پونډه مرسته کړې وه چې تر ډېره د ملګرو ملتونو او نورو خیریه ټولنو له لارې په دغه هېواد کې لګول شوې ده.

په افغانستان کې د بریتانیا مرسته د بشري کومکونو تر څنګ په روغتیايي برخو کې هم لګول کېږي. پر دغو مرستو د افغانستان له نژدې۶۰ روغتونونو سره کومک کېږي.

ددې مرستو لویه برخه پاکستان کې لګول کېږي

د بریتانیا د مرستو یوه لویه برخه کې پاکستان کې هم پر بشري او روغتیايي برخه لګول کېږي.‌ پاکستان په اسیا کې یو له هغو هېوادونو دی چې د بریتانیا تر ټولو ډېره بهرنۍ مرسته تر لاسه کوي.

په ۲۰۲۲ کال کې د بریتانیا د بهرنۍ مرستو کچه څه باندې ۵ میلیارده پونډه وه.

د بریتانیا په بهرنیو چارو وزارت کې دا ارزونه د روان کال په پیل کې د دې لپاره شوې چې وزیران د مرستو د کمېدو له پرېکړې وړاندې خبری کړي.

‌د بریتانیا حکومت ډېر کله داسې رپوټونه نه خپروي چې د مرستو د کمېدو له امله یې اغېزې په کې په ډاګه شوې وي.‌ کله چې د بریتانیا لومړۍ وزیره تیریزمې وه، پر بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو یې محدودیت لګولی و چې د بهرنۍ مرستو له څلورو یوه برخه دې په بریتانیا کې په کور دننه پر کډوالو ولګوي.

دا مرستې به تر ډېره افغانستان او پاکستان اغېزمن کړي. د مور او ماشوم مړینه به پکې ډېره شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button