ټکنالوجي

بریتانیا په هوايي ډګرونو کې د څېرو د تشخیص نوي ټکنالوژي ازمايي

دا ټکنالوژي به په پاسپورټونو کې د هر ډول تقلب مخه نیسي او د هغه چا مخه نیول کېږي چې بریتانیا د تقلب له لارې ځان رسوي

کله چې بریتانیا ته مساپر ننوزي، نو د برتانیا پوله ساتي ځواکونه به یې څېرې د یادې ټکنالوژۍ په واسطه تشخیص کوي او مساپر به بیا دې ته اړتیا نه لري چې د بل ځل لپاره پاسپورټونه ورښکاره کړي.

د پوله ساتو یا سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان فیل ډګلاس ویلي چې اداره یې د انګلستان په هوایی ډګرونو کې په برښنایي دروازو کې د مخ پیژندنې ټیکنالوژۍ کارولو په اړه فکر کوي او دا کار به ژر تر ژره پیل شي.

دغه ټکنالوژي له دې وړاندې د دوبۍ او اسټرالیا په هوايي ډګرونو کې نصب شوې

ډګلاس په خپلو خبرو کې ټایمز ورځپاڼې ته زیاته کړې چې هغه د ای گیټ سکیمونو لخوا “واقعیا متاثره شوی” چې له مخه د آسټرالیا او دوبۍ کې په هوایی ډګرونو کې نصب شوي او په ښه توګه کار ورکوي.

هغه وايي چې دوی هم غواړي انګلستان ته د ننوتلو لپاره “په ځیرک ټکنالوژي سمبال سرحد” رامینځته کړي چې د اوس په پرتله به ډېر دقیق او د باور وړ وي.

نور ولولئ: په راتلونکو دوو کلونو کې به بریتانیا کې پر سړکونو بې‌ډرایوره موټرو تګ ته اجازه ورکړل شي

نور ولولئ: استرالیا هڅه کوي د سایبري بریدونو په وړاندې خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي

د آسټرالیا سیسټم مسافرینو ته دا اسانتیا برابره کړي تر څو سفر لپاره د بریښنايي سفر جواز غوښتنه وکړي او مسافر د دې غوښتنلیک د پروسې د یوې برخې په توګه د پاسپورټ چپت لوستلو لپاره خپل ځیرک مبایل کاروي او ټوله پروسه له دې ځایه مخکې وړي.

دا سیسټم نور څه ډول دی؟

دغه ټکنالوژي بیا د مساپر انځور د آسټرالیا سرحدي چارواکو ته لیږي، هلته بیا د څېرو د تشخیص ټکنالوژي دا مساپر ثبتوي او کله چې مساپر دغه هېواد ته رسېږي، نو بې له دې چې خپل پاسپورټونه ښکاري کړي، کولی شي دغه هېواد ته داخل او خپل سفر په ارامه توګه تر سره کړي.

په انګلستان کې د دې ډول ټیکنالوژۍ آزموینې د دې کال په وروستیو کې پیل کیږي او که بریالي شي، سرحدي ځواک به د هیواد په هوایی ډګرونو کې د خدماتو نصبولو لپاره اړین تجهیزات واخلي.

په نننۍ نړۍ کې ټکنالوژي د انسانانو کارونه اسان کړي دي. مثلا: په لویو هوايي ډګرونو، ریل سټېشنونو، لویو صنعتي فابریکو، بیړیو، الوتکو او نورو صنعتونو کې ټکنالوژي خپل مثبت اغېز ثابت ساتلی او لا هم په دې برخه کې پرمختګ روان دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button