نړۍ خبرونه

بریتانیا کې زرګونه افغان کډوال له هوټلونو ویستل کېږي

د انګلیستان حکومت خبرداری ورکړی تر څو افغان کډوال هوټولونه پرېږدي او ووځي

په بریتانیا کې زرګونو هغو افغان کډوالو ته چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تود هرکلي عملیاتو په ترڅ کې بریتانیا ته راوستل شوي او اوس مهال په بېلا بېلو هوټلونو کې ساتل کېږي، ضرب الاجل ورکړل شوی چې د اګست میاشتې تر پایه له هوټلونو ووځي.

په هوټلونو کې اوسېدونکي افغان کډوالو نامعلوم برخلیک

بریتانوي چارواکي وايي هڅې کوي چې دا کډوال په نورو ځایونو کې مېشت کړي، خو ډېر ځله کډوال هم ورته وړاندیز شوي کورونه د بېلا بېلو دلایلو له امله نه مني.

له هوټلونو نه د افغان او نورو کډوالو د ایستلو لامل ډېر لګښت ښودل شوی دی.

عبدالغفار احمدي له خپلو اوو بچیانو سره د تود هرکلي د عملیاتو په ترڅ کې د بریتانوي ځواکونو لخوا بریتانیا ته راوستل شوی دی.

نور ولولئ: اردوغان: ترکیه نور افغان کډوال نه قبلوي

دی وايي دی او د ده په شان ګڼو نورو افغانان چې اوس مهال په هوټلونو کې اوسېږي له یو نا معلوم برخلیک سره مخامخ دي، خو ایا له دوی سره نورو ځایونو کې د مېشتولو کومه ژمنه شوې؟

په ورته مهال، په بریتانیا کې سیمه ییزې شوراګانې وايي دوی د کورونو له کمښت سره مخامخ دي او په اسانۍ په دومره ډېر شمېر کې کډوالو ته ژر کورونه نه شي برابرولی.

ډېرو کډوالو ته په بېلا بېلو ښارونو کې د کور ورکولو وړاندیزونه شوي چې ځینو منلي او ځینو رد کړي دي، چې هر یو ځان ته دلیل لري.

هوټلونو کې۵۰ زره کډوال

د یادونې ده چې له افغانستانه راوستل شوي ۱۲ زرو افغان کډوالو ته وار د مخه د بریتانیا په بېلا بېلو سیمو کې د اوسېدو کورونه ورکړل شوي او د هغو چې اوس مهال په هوټلونو کې مېشت دي شمېر اتو زرو ته رسېږي.

په بریتانیا کې د اوسېدو د کورونو د کمښت ستونزه له دې امله هم لویه ده چې هره ورځ په ګڼ شمېر کې کډوال په ناقانونه توګه په وړو کښتیو کې بریتانیا ته راځي او د پناه غوښتنې عریضې کوي.

د بریتانوي رسنیو د رپوټونو له مخې اوس مهال د افغانانو په ګډون تر ۵۰ زرو پورې کډوال په هوټلونو کې ساتل کېږي. داسې ویل کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره څه باندې درې‌نیم میلیونه افغانان د نړۍ نورو هېوادونو کې په قانوني او غیر قانوني توګه کوچېدلي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button