Uncategorized

بغداد کې لاریون کوونکو د سویډن پر سفارت هجوم ور وړی

پلازمېنه بغداد کې سلګونو لاریون‌کوونکو د سویډن پر سفارت هجوم ور وړی او اور یې ورته کړی دی

دا قهرېدلی لاریون د قرآن کریم سوځولو په غبرګون کې وشو چې څور ورځې وړاندې یو کس په سویډن کې دغه ناوړه عمل تر سره کړ.

عراق کې سلګونه لاریون کوونکو سویډن کې د قران‌کریم سوځولو په غبرګون کې د دغه هېواد په پلازمېنه بغداد کې د سویډن سفارت ته اور اچولی دی.

قهرېدلو لاریون‌والو سفار ته زیان اړولی

قهرجنو لاریون کوونکو نن پنج‌شنبه د جولای ۲۰مه بغداد کې د سویډن پر سفارت برید وکړ، دیوالونه یې ونړول او ځینو برخو ته اور ورته کړی دی. دغو لاریون کوونکو د سفارت ودانۍ ته زیان رسولی، خو د سویډن بهرنیو چارو وزارت خپل دیپلوماتان خوندي بولي.

نړیوالو رسنیو د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلستروم له قوله راپور ورکړی چې د سفارت کارکوونکي خوندي دي، خو عراقي چارواکي یې د سفارت خوندي ساتلو کې پاتې بللې دي.

نور ولولئ: مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي مخنیوي طرحه تصویب شوه

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر په یوه بیان کې ویلي: «هغه څه چې پېښ شوي، په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي او حکومت دا بریدونه په کلکو ټکو غندي. حکومت د عراق لوړپوړو چارواکو سره په اړیکه کې دی.»

د بهرنیو چارو یاد وزیر زیاتوي چې عراقي ځواکونو ونه شو کولی تر څو دغه دیپلوماتیکه سیمه خوندي او د لاریون کوونکو د هجوم مخه ونیسي.

دغه لاریون د اهل تشیع مذهبي مشر رهبري کړی

د سکای نیوز د راپور پر بنسټ داسې ښودل کېږي چې دغه لاریون عراق کې شیعه‌ مذهبي مشر مقتدي الصدر په غوښتنه د نوموړي د پلویانو له لوري سویډن کې د قران‌کریم د سوځولو په غبرګون کې رابلل شوی و، خو په وروستیو شیبو دغه لاریون توند غبرګون وښود او پر دغه دیپلوماتیکه ساحه یې هجوم ور وړ.

دا هم ولولئ:  فنلنډ د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد او افغانستان د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد دی

په راپورونو کې ویل شوي چې لاریون کوونکي ډېر قهرېدلي تر سفارته ورسېدل، خو مخکې له دې چې د سفارت کارکوونکو او دیپلوماتانو ته کوم زیان ورسوي، نو هغوی خوندي ځایونو ته انتقال شوي او کوم زیان ورته نه دی رسېدلی.

نور ولولئ: د راسموس پالودان د قرآن سوځولو پر ضد لاریونونه روان دي

په دې لاریون کې سفارت ته اور اچول شوی او دیوالونو یې هم زیان لیدلی دی. د سويډن د بهرنیو چارو وزارت وايي چې عراقي ځواکونو باید زموږ د سفارت ساتنه وکړي څو په راتلونکې کې بیا داسې پېښه رامنځته نه شي.

دا څووم ځل دی چې سویډن کې د اسلام مبارک دین مقدساتو ته سپکاوی کېږي او په نړۍ کې د مسلمانانو غبرګونونه راپاروي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button