ځایی

بغلان کې وروستیو سیلابونو ۵۰ تنه مړه کړي

طالبانو خبر ورکړی چې بغلان کې وروستیو سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

هاخوا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وايي چې طالبان د طبیعي پېښو پر وړاندې چمتوالی نه لري، نو ځکه هر ځل د طبیعي پېښو د قربانیانو کچه لوړه ځي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په بغلان ولایت کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان مړه شوي او له سلو ډېر ټپیان دي.

د ډېرو کورنیو غړي هم ورک دي

ځینو کورنیو افغان‌ناو خبري شبکې ته تائید کړه چې د دوی د کورنۍ غړي ژوندي ورک دي او تراوسه یې د مړي او ژوندي معلومات نه کېږي.

بلخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع تېره شپه ویلي، د بغلان په ځینو ولسوالیو کې له ۱۵۰ ډېر کسان بند پاتې دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

gnrzuycweaelxaj
د وروستیو سېلابونو قرباني چې مړ شوی ماشوم یې پیدا کړی او په غېږ کې یې انتقالوي

قانع زیاته کړې، چې سیمې ته ژغورونکي ډلې او چورلکې لېږدول شوې؛ خو د شپې د تیارې له امله ورته دغه عملیات ښایي هغومره بریالي نه وي.

نور ولولئ: د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې سیلابونه

نور ولولئ: اوچا وايي افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه خلک د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري

هغه د یو لړ سختو توپانونو د پېښېدو خبر هم ورکړی و.

د سختو سیلابونو راوتل

ورته مهال د بغلان ولایت لپاره د طالبانو طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو مشر هدایت الله همدرد ویلي، چې په برکه، نهرین، مرکزي بغلان او د دغه ولایت په نورو برخو کې سخت سېلابونه راوتلي دي.

ورته مهال د سیمې خلک پر طالبانو نیوکه کوي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې سم چمتوالی نه لري او نه شي کولی چې خلک له دا ډول خطرونو پر وخت خبر او یا هم ورسره چټکه همکاري وکړي.

هغه ویلي، د مړو شویو کسانو شمېر د زیاتېدو احتمال هم شته.

په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ هم په اېکس پاڼه له خلکو غوښتي، چې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

د بغلان اوسېدونکو هم افغانستان انټرنشنل ته د ویډیو ګانو په استولو له طالبانو د مرستې غوښتنه کړې ده.

هغوی وایي، چې خلک له وېرې د کورونو بامونو ته ختلي او هلته بند پاتې دي.

دوی ادعا کوي، چې په دغه ولایت کې د تلفاتو شمېره لوړه ده.

په تېرو وروستیو کې په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندوز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

لاتراوسه په افغانسنان کې د بېلابېلو ولایتونو د سېلابونو د تلفاتو په اړه کره شمېره په لاس کې نه شته او سېلاب ځپلي خلک په دې برخه کې د طالبانو له بې غورۍ سرټکوي.

د یادونې وړ ده چې د هرې شیبې په تېرېدو د پېښو د قربانیانو کچه لوړېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button