نړیوال خبرونه

بلاول بوټو: له افغانستان سره په دوامداره تعامل ټینګار کوي

بلاول بوټو زرداري له افغانستان سره پر دوامداره او عملي تعامل ټينګار وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له افغانستان سره په دوامداره او عملي تعامل ټینګار کوي. ښاغلي زرداري د شانګهای د همکارۍ سازمان د چارواکو په ۲۱ مه غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې د افغانستان له خلکو سره د بشري او اقتصادي بحران پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مرستې لپاره بايد له دغه هېواد سره تعامل وشي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«بلاول بوټو زرداري د افغانستان له خلکو سره د اقتصادي او بشري بحران د له منځه وړلو په برخه کې چې دغه هېواد يې ځپلی دی، د عملي او دوامداره تعامل پر اهمیت ټینګار وکړ. په همدې حال کې اسلامي امارت وايي چې د ځینو هېوادونو نه تعامل به د افغانستان پر خلکو منفي اغېز وکړي. په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر د سیمې له هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتنه کوي..

نور یی ولوله | متقي: نړۍ دې له ا.ا سره مثبت تعامل پيل کړي

نور یی ولوله | پولیسو کې د ښځینو پولیسو ګمارنه

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر

په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر مسوول سهيل شاهين وویل:«موږ غواړو چې د ګاونډ، سيمې او نړۍ له هېوادونو سره مثبت تعامل ولرو او له هغوئ څخه هم د ورته تعامل توقع لرو. د ځينو هېوادونو د مثبت تعامل د نشتوالي. منفي اثرات يوازې پر ولس پرېوځي، چې دا په خپله د بشري حقوقو د اصولو خلاف عمل دید سياسي چارو ځينې کارپوهان له افغانستان سره د نړۍ تعامل مهم ګڼي. د دوی په وینا، سرپرست حکومت هم بايد له ټولو هېوادونو سره په مثبت تعامل تاکيد وکړي

د سياسي چارو کارپوه جنت فهيم چکري وویل:«په دې وخت کې باید اسلامي امارت هم یو ډول تعامل وکړي. که د نړۍ هېوادونه هم غواړي چې د افغانستان په اړه ډاډمن واوسي، د دوی هڅه هم بايد دا وي، چې اسلامي امارت په رسمي ډول په رسميت وپېژني. په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او د چين ولسمشر شي جین پینګ په يوه کتنه کې وویل چې یو سوله ییز او باثباته افغانستان به د سیمې امنیت او اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي. دواړو خواوو افغانستان ته پروژې غځول مهم بللي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button