اقتصاد او سوداګري

بلخ کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي نندارتون پرانیستل شو

د مزارشریف په نندارتو کې د کورنیو تولیداتو ۱۳۰ غرفې ایښودل شوي دي

په دغه نندارتون چې یو شمېر غرفې سوداګرو مېرمنو ته هم ورکړل شوي چې لاسي توکي او کورني تولیدات یې په کې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي نندارتون پرانېستل شو.

کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې هڅې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه درې ورځینی نندارتون کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه جوړ شوی دی.

په خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې، چې په دغه نندارتون کې د بېلابېلو کورنیو توکو ۱۳۰ غرفې اېښودل شوې دي.

afghan (35)
بلخ پرانېتسل شوی نندارتون او د ښخو ګډون

د مولانا جلال الدین محمد بلخي د نندارتون جوړوونکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په دې نندارتون کې ښځو هم برخه اخیستې؛ خو د دقیق شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي او ۸۰ عرفې ورته ځانګړې شوي دي.

نور ولولئ: د افغان-قزاق سوداګریز وصل کېدل او دویم لوی نندارتون

نور ولولئ: په ملي صنعت او نړیوال نندارتون کې ښځې سوداګرې

د دوی په خبره؛ ښځینه سوداګرو په دغه درې ورځیني نندارتون کې خپل لاسي توکي نندارې ته اېښي دي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځینه سوداګرو د کار کولو مخه نه ده نیول شوې؛ خو د کورنیو او بهرنیو بازارونو نه شتون د ښځو پر تجارت منفي اغېزې کړي.

په هرات کې د نندارتون جوړېدل

له دې سره؛ نړۍوال بانک په ۲۰۲۳ کال کې د یوه راپور په خپرولو سره افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې راوستی، چې د ښځینه سوداګرو لپاره تر ټولو بد ځای بلل شوی دی.

د مولانا جلال الدین محمد بلخي نندارتون په داسې حال کې په بلخ ولایت کې جوړیږي، چې نن په هرات ولایت کې د «عالي دي، افغاني دي» تر نامه لاندې درې ورځینی نندارتون پای ته ورسېد.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ورته نندارتونونه وخت ناوخته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په داسې حال کې جوړیږي، چې ډېری سوداګرو د خپلو توکو د خرڅلاو لپاره کورني او بهرني بازارونه له لاسه ورکړي دي.

طالبان هم مني چې پر افغانستان نړیوالو بندیزونه کاروبارونه زیانمن کړي دي.

د طالبانو د واک بېرته تر لاسه کولو څه باندې درې کاله کېږي، خو لا هم نړۍ په رسمیت نه دي پېژندلي. بل لورته طالبانو د ښځو لویه برخه چې د افغانستان نیمايي نفوس تشکیلوي، له کار او زده کړو راګرځولي چې دې کار هم د افغانستان وضعیت ناوړه حالت ته بېولی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button