ژوندنړیوال خبرونه

بلګیټس ولې خپلې مېرمن څخه جودا شو؟

بیل ګیټس او ملینډا ګیټس د ۲۷ کاله ګډ یا واده کړي ژوند تېرولو وروسته د طلاق پرېکړه وکړه او وايي چې له دې وروسته دوی ښځه او خاوند نه دي.دوی وای مونږ به خپل کاروباري اهداف جاري وساتو صرف ګډ ژوند به نه کوو.

د بي بي سي د يو راپور پر بنسټ دواړو په ټویټر کې لیکلي دي، چې د دوی ۲۷ کلن ګډ ژوند پای ته رسېدلی دی او خپل ګډ ژوند يې په طلاق پای ته ورساوه.دواړو په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې لیدلي و، هغه وخت چې ملینډا د بیل ګیټس په مایکروسافټ کې دنده پیل کړې وه، دوی ۳ اولادونه هم لري او همدا راز د بیل او ملینډا ګیټس بنسټ په نوم یو بنسټ هم چلوي.

دوی دواړو دا بنسټ چې میلیاردونه ډالرې يې د بېلا بېلو ناروغیو د مخنيوي او د واکسین جوړولو په برخه کې مصرف کړي دي، اوس به هم پکې دواړه ګډ کار کوي.ښاغلي بیل ګیټس د نړۍ یو له شتمنو کسانو څخه دی، چې ۱۲۴ میلیارده امریکايي ډالر شتمني لري،

هغه په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د مایکروسافټ شرکت جوړ کړی و، چې د سافټوېر په برخه کې د نړۍ ستر شرکت دی.بیل او ملینډا دواړو په ټویټر کې د خپل واده د ختمولو او طلاق په اړه ټویټونه کړي دي او لیکلي يې دي، چې نور دوی ګډ ژوند ختم کړ، خو د بنسټ لپاره به دواړه په ګډه کار کوی.

img 20210506 153013

د یادولو وړ ده چې بلګیټس د مایکروسوفټ شرکت صاحب دی او د نوموړی نوم په مالداره ترینو اشخاصو کې یاد شوی دی.د نوموړي په اړه ویل کیږي چې په یو سکنډ کې په سلګونه ډالر ګټي او هر دقه کې ېې پ مال او کاروبار کې اضافه کیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button