بهر مېشتي سیاسي شخصیتونه طالبانو ته؛ د ښځو حقوق ورکړئ
د امربالمعروف وزارت یې په ځواب کې ویلي، چې دوی د ښځو ټول حقوق ورکړي دي
بهر مېشتو سیاسي شخصیتونو چې کابل ته څو ورځې وړاندې راغلي، د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو غوښتي چې ښځو ته خپل حقوق ورکړي او پرمخ دې یې د زده کړو دروازې پرانیزي.
په دغه ډله کې یوې سیاسي څېرې د نوم نه ښودلو په شرط افغانناو خبري شبکې ته وویل: «موږ د طالب مشرانو سره په بحثونو کې له دوی د ښځو حقوق وغوښتل او ورته مو وویل چې تاسو باید د زده کړو اجازه هم ورکړئ. دغه څېره زیاتوي، موږ دغه بحثونه په جدیت سره وکړل، خو معلومه به شي چې طالبان د ښځو پر وړاندې ځپونکی دریځ پرېږدي او کنه».
طالبان د ښځو حقوق ورکړي بولي
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي ویلي:« زموږ په واکمنۍ کې د مېرمنو حقونه تامین شوي او موږ چاته اجازه نه ورکوو، چې حقونه یې تر پښو لاندې کړي.»
نور ولولئ: د طالبانو د اعدامونو لړۍ؛ جوزجان کې بل کس اعدامېږي
نور ولولئ: شیخ هیبت الله اخوند: “ښځې په دُرو وهو او سنګساروو یې”
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ له بهر مېشتو افغان سیاسي شخصیتونو او سوداګرو سره په لیدنه کې کړې دي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، امر بالمعروف وزارت تېرو درېیو کلونو کې د پنځه زره مېرمنو د میراث حق د اخیستلو او دوی ته د سپارلو سربېره؛ په بشپړه توګه بدو کې د مېرمنو د ورکولو مخنیوی کړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزون
ورته مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون په اېکس پاڼه د دغو سیاستوالو او سوداګرو له خولې لیکلي، چې هېواد ته په راتګ سره یې د افغان مېرمنو د حقونو په تړاو اندېښنې له منځه تللې دي.
زموږ د سرچینو له قوله دغه پلاوي بیا دا ډول څرګندونې نه دي کړي او نه یې هم طالبان په دې شکل ستایلي دي.
د ملي تلویزون په وینا دوی زیاته کړې ده، چې نړۍ کې د افغان مېرمنو د حقونو په تړاو خپرېدونکې ډنډورې بې بنسټه دي.
خو بهر مېشتو دغو مشرانو تر دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د نجونو د ښوونځیو او کار په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې وې.
خو د طالبانو تر واک لاندې رسنیو په تېره بیا ملي ټلویزیون د دغو بهر مېشتو افغانانو د دغو اندېښنو او د طالبانو د ځواب په اړه څه نه دي ویلي او په څنګ ترېنه تېر شوي دي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو ښځې له زده کړو، تفریحي سیمو، کار او نورو حقوقو څخه محرومې کړي دي.