کورني خبرونه

بهر مېشتي سیاسي شخصیتونه طالبانو ته؛ د ښځو حقوق ورکړئ

د امربالمعروف وزارت یې په ځواب کې ویلي، چې دوی د ښځو ټول حقوق ورکړي دي

بهر مېشتو سیاسي شخصیتونو چې کابل ته څو ورځې وړاندې راغلي، د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو غوښتي چې ښځو ته خپل حقوق ورکړي او پرمخ دې یې د زده کړو دروازې پرانیزي.

په دغه ډله کې یوې سیاسي څېرې د نوم نه ښودلو په شرط افغان‌ناو خبري شبکې ته وویل: «موږ د طالب مشرانو سره په بحثونو کې له دوی د ښځو حقوق وغوښتل او ورته مو وویل چې تاسو باید د زده کړو اجازه هم ورکړئ. دغه څېره زیاتوي، موږ دغه بحثونه په جدیت سره وکړل، خو معلومه به شي چې طالبان د ښځو پر وړاندې ځپونکی دریځ پرېږدي او کنه».

طالبان د ښځو حقوق ورکړي بولي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي ویلي:« زموږ په واکمنۍ کې د مېرمنو حقونه تامین شوي او موږ چاته اجازه نه ورکوو، چې حقونه یې تر پښو لاندې کړي.»

نور ولولئ: د طالبانو د اعدامونو لړۍ؛ جوزجان کې بل کس اعدامېږي

نور ولولئ: شیخ هیبت الله اخوند: “ښځې په دُرو وهو او سنګساروو یې”

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ له بهر مېشتو افغان سیاسي شخصیتونو او سوداګرو سره په لیدنه کې کړې دي.

‏ښاغلي حنفي زیاته کړې، امر بالمعروف وزارت تېرو درېیو کلونو کې د پنځه زره مېرمنو د میراث حق د اخیستلو او دوی ته د سپارلو سربېره؛ په بشپړه توګه بدو کې د مېرمنو د ورکولو مخنیوی کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزون

‏ورته مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون په اېکس پاڼه د دغو سیاستوالو او سوداګرو له خولې لیکلي، چې هېواد ته په راتګ سره یې د افغان مېرمنو د حقونو په تړاو اندېښنې له منځه تللې دي.

afghan (3)
انځور؛ هغه مېرمنې چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه یې د طالبانو پر وړاندې غږ پورته کړ

زموږ د سرچینو له قوله دغه پلاوي بیا دا ډول څرګندونې نه دي کړي او نه یې هم طالبان په دې شکل ستایلي دي.

د ملي تلویزون په وینا دوی زیاته کړې ده، چې نړۍ کې د افغان مېرمنو د حقونو په تړاو خپرېدونکې ډنډورې بې بنسټه دي.

‏خو بهر مېشتو دغو مشرانو تر دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د نجونو د ښوونځیو او کار په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې وې.

خو د طالبانو تر واک لاندې رسنیو په تېره بیا ملي ټلویزیون د دغو بهر مېشتو افغانانو د دغو اندېښنو او د طالبانو د ځواب په اړه څه نه دي ویلي او په څنګ ترېنه تېر شوي دي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو ښځې له زده کړو، تفریحي سیمو، کار او نورو حقوقو څخه محرومې کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button