Uncategorized

بې روزګاري؛ د کډوالو راستنېدل او د کار موندنې هڅې؛ ایا د بې روزګاري کچه به راکمه شي؟

هېواد ته د میلیونونو کډوالو له راستنېدو سره سم، د کار موندنې کمیټې ۱۶۶ زره کسان ثبت کړي ترڅو په هېواد کې د بې روزګاري کچه کنټرول او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

په تېر ۲۰۲۵ کال کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغان کډوالو جبري او داوطلبانه راستنېدو په هېواد کې د کاري ځواک کچه لوړه کړې ده. د کډوالو دغه لوی شمېر که څه هم یو بشري فرصت دی، خو بل لور ته یې په افغانستان کې د بې روزګاري ننګونه هم زیاته کړې ده. د دغه وضعیت د مدیریت لپاره د اسلامي امارت له لوري د کار فرصتونو برابرولو کمیټې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

cq5dam.thumbnail.cropped.1500.844 1

د راستنېدونکو ثبت او راجستر

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې د کار فرصتونو برابرولو کمیټې تر دې دمه ۱۶۶ زره او ۷ تنه ماهر او غیر ماهر راستنېدونکي راجستر کړي دي. د نوموړي په وینا، د دغو کسانو لیستونه د چارو ادارې له عمومي ریاست سره شریک شوي، ترڅو په بېلابېلو سکټورونو کې ورته دندې وموندل شي او په هېواد کې د بې روزګاري کچه راکمه شي.

سربېره پر دې، په بېلابېلو ولایتونو کې ۶ زره او ۱۴۱ راستنېدونکو ته په بېلابېلو برخو کې تخنیکي او مسلکي روزنه ورکړل شوې، ترڅو هغوی وکولی شي په خپلواک ډول په بازار کې کار وکړي.

په کور دننه او بهر د کار فرصتونه

د حکومت له لوري د بې روزګاري د مخنیوي لپاره یوازې پر کورنیو سرچینو بسنه نه ده شوې. حمدالله فطرت زیاته کړه چې د ۲ زره راستنېدونکو لیست په مستقیم ډول د متحده عربي اماراتو له بېلابېلو څانګو سره شریک شوی ترڅو هلته په کار وګومارل شي. همداراز، ۷۷۲ تنه راستنېدونکي په کورنیو صنعتي پارکونو کې په کار بوخت شوي دي.

دا هم ولولئ:  د سپین بولدک لاره خلاصه شوه

حکومت هوډ لري چې بهر ته د افغان کارګرانو د لېږلو په پروسه کې راستنېدونکو کډوالو ته ځانګړې سهمیه ورکړي، ترڅو هغوی له اقتصادي ستونزو وژغورل شي.

00000000 19

د کډوالو بې‌سارې کچه او اقتصادي فشار

دا هڅې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل تازه راپور کې ویلي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۷۸ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. له دې ډلې نږدې ۱.۸۸ میلیونه له ایران او شاوخوا ۸۹۹ زره له پاکستان څخه راغلي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د ګاونډیو هېوادونو له لوري د جبري شړلو د لړۍ دوام په افغانستان کې د کار فرصتونه محدود کړي او د بې روزګاري کچه یې په بې‌ساري ډول لوړه کړې ده. له دغو راستنېدونکو کډوالو څخه ۲.۳ میلیونه یې بې اسناده دي چې دا چاره د هغوی د کار موندنې پروسه لا ستونزمنه کوي.

که څه هم د حکومت له لوري د ۱۶۶ زره کسانو ثبت او د کار موندنې هڅې یو مثبت ګام دی، خو د ۲.۷ میلیونو راستنېدونکو په پرتله دا شمېر لا هم لږ ښکاري. د بې روزګاري د بشپړ له منځه وړلو لپاره اړینه ده چې په افغانستان کې بنسټیزې پروژې پیل او د خصوصي سکټور ملاتړ وشي، ترڅو دغه نوی راغلی کاري ځواک په یو اقتصادي پوتانشیل بدل شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button