سیمه ییز خبرونه

تاجيکستان پر افغان پوله نوې پوستې جوړې کړې

د تاجیکستان ولسمشر په ویلي چې د افغانستان پولې ته څېرمه د دغه هېواد د ختلان ولایت په شهرتوس کې دوه نوې پوستې جوړې شوې دي.

د دغې اعلامیې له مخې دغه دوه پوستې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان له خوا پرانیستل شوې.

د تاجیکستان ولسمشر ټینګار کړی، چې د خپلو پولو ساتنه او دفاع به وکړي.

دغه پوستې په داسې حال کې جوړې شوې دي، چې د تاجیکستان د سرحدي ځواکونو د جوړېدو له ۲۹مې کلیزې سره برابره ده.

په اعلامیه کې راغلي چې نوې پوستې په عصري پوځي تجهیزاتو سمبالې دي.

دا پوستې ولې جوړېږي؟

شنونکې وایې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونو په امنیتي لحاظ اندېښمن دي او ویرېږي چې له افغانستان څخه د داعش او نورو ترهګرو ډلو له لوري د دوی اوسنی ډاډمن امنیت ونه ګواښل شي او دغو هېوادونو ته د نا امنۍ ګواښ پېښ نه شي چې تاجکستان او د منځنۍ اسیا یو شمېر نورو هېوادونو څو ځله اندېښنه هم ښودلي ده.

نور ولولئ: د فرانسې او تاجکستان ولسمشرانو ته د اسلامي امارت غبرګون

دغه پوستې ددې په خاطر جوړې شوې تر څو د تاجکستان امنیتي ځواکونه وکولی شي چې له پولې کلکه امنیتي څارنه وکړي او هېڅ امنیتي ګواښ ته اجازه ورنه کړې څو په دې هېواد کې دننه ناامني حس کړل شي او یا یې اوسنی ډاډمن امنیت زیانمن شي.

له افغانستان او تاجکستان سره پر پوله د پوستو جوړول دا ښیي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د طالبانو پر وعدو باور نه کوي، نو ځکه امنیتي تدابیر سختوي او له پولو ساتنه کوي.

د روسیې اندېښنه

روسیې هم څو ځله له طالبانو سره په ناستو کې دا اندېښنه په ډاګه کړې چې نه غواړي د ناامنۍ لمن او د ترهګرو ګواښ یې تر لمنې ورسېږي خو طالبانو تل ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې به د دوی امنیت ته هېڅ ډول خطر نه وي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په کابل کې د روسیې پر سفارت ځانمرګی برید وشو او روسي دیپلوماتان له کابل څخه ووتل او په رسنیو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې برید باندې سره له دې چې طالبانو هم دا پېښه غندلي وه، ژور خفګان څرګند کړی و.

له افغانستان څخه د راولاړېدونکو ګواښونو په اړه د انديښنې څرګندول د منځنۍ اسيا د هېوادونو ګډ دريځ دى، چې د طالبانو له لوري په پرله پسې ډول ردیږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button