نړیوال خبرونه

د فرانسې او تاجکستان ولسمشرانو ته د اسلامي امارت غبرګون

نړیواله ټولنه د سولې او ثبات ملاتړ کوي

د تاجیکستان او فرانسې ولسمشرانو امام علي رحمان او امانول مکرون په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ملاتړ لپاره د نړۍوالې ټولنې د ګډو همکاریو په هکه خبرې کړې دي.

د تاجیکستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې ټلېفوني خبرو اترو کې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د افغانستان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت څېړلی دی. اسلامي امارت د تاجیکستان او فرانسې د ولسمشرانو د دغو خبرو په غبرګون کې وايي، چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو تامین دی او اندېښنې ته اړتیا نشته.

نور یی ولوله | د الوتکو د ټکټونو له لوړې بیې د هېوادوالو شکایت

نور یی ولوله | خیرخواه د هېواد د اسعاري شتمنیو د ازادېدو غوښتونکی شو

اسلامی امارت 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله وویل:«هېوادونه باید د دې په هکله چې خپلې اړیکې ټينګې او تامین کړي خپل مکلفیتونه او مسوولیتونه بشپړ کړي، خپل ګامونه دې پورته کړي، خو د امنیتي وضعیت په هکله دا چې سولې او ټيکاو دی، په هېواد کې الحمدالله تامین دی، د هېواد ټوله خاوره تر یوه سرتاسري امنیت لاندې ده.له څه باندې ۱۵ میاشتو راهیسې د شانګهای د همکاریو سازمان، د مسکو فارمټ غونډې او د ټولیز امنیت د غونډې په ګډون پنځه سیمه ییزې غونډې شوي او ګډونوالو یې د افغانستان په تړاو هم څرګندونې کړې دي

د سیاسي چارو ځینې شنوونکي

د سیاسي چارو ځینې شنوونکي په افغانستان کې سوله او ټیکاو د سیمې د هېوادونو په ګټه ګڼي. د افغانستان د سیاسي ولسي جرګې موسس صدیق منصور انصاري وايي:«د نړۍ د ټولو هېوادونو ملتونه او د سیمې ملتونه او مشران یې پوهېږي په افغانستان کې سوله او امنیت د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې د ثبات او امنیت سره مترادف دی. د سیاسي چارو شنوونکي محمد حسن حقیار وویل:«زموږ ګاونډي خپلې غوښتنې او ګټې لري چې د پوره کېدو لپاره یې اسلامي امارت تر فشار لاندې راولي.

د سیاسي چارو شنوونکی محمد بشار هم څرګنده کړه:«د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې له افغانستان او واکمن نظام سره سیاسي او اقتصادي تعامل وکړي چې د ټولو هېوادونو ګټې تامین شي. د ترکیې ولسمشر تېره ورځ په یوې غونډه کې چې، د پاکستان لومړي وزیر هم حضور درلود ویلي چې، په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت یوازې د افغانانو مسوولیت نه دی؛ بلکې اړتیا ده چې، نور هېوادونه هم په دې برخه کې همکاري وکړي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button