کورني خبرونه

تاجکستان کې پاتی افغان پیلوټان امریکا ته لېږل کیږی

 تاجکستان  تاجکستان

  په  افغانستان د هوايي ځواک شاخوا ۱۵۰ تنه هغه پیلوټان او مامورین چې امریکا روزلي  وو او له دوو میاشتو رادیخوا  په تاجکستان کې ایسار دي ډیر  ژر به  امریکا ته ولېږل شی د رویترز خبري آژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي  وايي دا افغان پیلوټان په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو

 وروسته تاجکستان ته تلی وو په رپوټ کې ویل شوي چې امریکا غواړي په تاجکستان کې د افغانستان د هوايي ځواک ټول  پاتې مامورین امریکا ته ولېږی رویټرز خبري اژانس په دې باره  ځانګړي رپوټ خپور کړی و او ویلي یې وو چې په امریکا کې روزل شوي ۱۴۳ تنه افغانان  پیلوټان د تاجکستان له مرکز  دوشنبې بهر په یوه غرنۍ سیمه کې په یوه روغتون کې او دغه کسان انتظار کوی  چې په امریکايي الوتکه کې دریم هېواد او بیا امریکا ته ولېږل  شي  

دا هم ولولئ | په خوست کې سږ کال حاصلات د تیر کال په پرتله لوړ دي

دغو افغان پیلوټانو په یوه قاچاق شوي ټيليفون له نوموړي اژانس سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې ټيليفونونه او نور اسناد ترې تاجک چارواکو اخیستي د یادونې وړ ده چې په تاجکستان کې د افغان پیلوټانو په ډله کې یوه مېندواره پیلوټه هم ده هغې ویلي په روغتون کې د بندیانو په ډول ساتل کېږي، نه د کډوالو او پناه غوښتونکو په توګه اسناد نه لري او نه شي کولای چې ځانته څه واخلي امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ویلي دغه مېندواره پيلوټه به هم له نورو سره یوځای امریکا ته ولېږل شی  

دغه راز د افغانستان د هوايي ځواک ۱۳ تنه نور مامورین چې په مرکز دوشنبه کې دي هم ویلي انتظار  کوی چې امریکا ته ولېږل شي ویل شوي دا په تاجکستان کې د افغانستان د هوايي ځواک وروستي هغه کسان دي چې امریکا کې روزل شوي او له طالبانو سره یې د جګړو په وروستیو شېبو کې یې د هوايي ځواک لسګونه الوتکې هم له ځان سره تاجکستان او ازبکستان ته  وړی چی په تاجکستان کې افغان پیلوټانو ویلي دوی ته وخت  ندی  ښودل  شوې چې کله به له تاجکستانه ویستل شي،خو وايي چې په دوشنبې کې د امریکا د سفارت چارواکو له دوی نه بایومیټریک معلومات اخیستي 

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button