نړیوال خبرونه

تازه، مسکو یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

مسکو ویلي چې طالبان باید په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت رامنځته کولو ته زمینه برابره کړي

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په پنځه پنځوسمه غونډه کې د روسیې پلاوي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو په اړتیا او په دې برخه کې د طالبانو له خوا د شویو ژمنو په عملي کیدو باندې ټینګار کړی دی.

د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس د شنبې په ورځ مارچ دوییم (کب ۱۲) ددغه پلاوي یو غړي روسلان استروګانف له قوله ویلي چې مسکو په افغانستان کې د ثبات او امنیت د پیاوړي کیدو لپاره د یو لومړیتوب په توګه هڅې کوي.

استروګانف ویلي: ” مسکو د افغانستان د مقاماتو (طالبانو) سره په تماس کې دی او د هغوی څخه غواړي چې یوې ټولشموله عامه ادارې د جوړیدو په تړاو پر خپلو مخکینو ژمنو عمل وکړي… افغانستان کې یوازې تلپاتې سوله به په ټوله سیمه کې مطلوبې پرمختیا ته شرایط برابر کړي”.

په افغانستان کې روان بشري بحران

همداشان دغه روسیي دپلومات په افغانستان کې روان بشري بحران له دغه هیواد څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو کې د لویدیځو هیوادونو د ځواکونو بیړني وتلو پورې مربوط وګڼه او ادعا یې وکړه چې لویدیځو هیوادونو افغانستان کې لوږه او ویجاړتیا په میراث پریښې ده.

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه؛ طالبانو بیا د ټول ګډونه حکومت خبره رد کړه

نور ولولئ: ایران په افغانستان کې ټولشموله حکومت د حل لار بولي

هغه وویل: ” اوس [لودیځ هیوادونه] په بې شرمۍ سره مسوولیت افغان مقاماتو (طالبانو) ته متوجه کوي او د بشردوستانه مرستو سپارل له کابل څخه د سیاسي امتیازاتو پورې مربوط کوي”.

russia1
تازه، مسکو یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

دا لومړی ځل نه دی چې د روسیې چارواکو په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې ده، ددې دمخه هم ددغه هیواد یو شمیر لوړپوړو چارواکو په دې مسله ټینګار کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه

په دې تړاو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جنورۍ د میاشتې په ۱۸( مرغومې ۲۸) یو خبري کنفرانس ته په وینا کې په افغانستان کې د یوداسې حکومت د جوړیدو هیله ښودلې وه چې په کې ددغه هیواد د ټولو قومونو استازي او سیاسي جریانونه برخه ولري.

سرګي لاوروف ټینګار کړی وو چې روسیه د طالبانو سره د هغو مسلو په ګډون چې اړتیا ده د هغوی لپاره ورته هواری ولټول شي او په یو بشپړ په رسمیت پیژندل شوي حکومت بدل شي په منظم ډول په اړیکو کې ده.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو چې په کار نه دي چې هیوادونه ځانته ددې حق ورکړي چې د افغانستان په کورنیو مسلو کې لاس وهنه وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button