ځایی

خوستي اعتراض کوونکي: طالبانو د ازموینې له نوماندانو پیسې غلا کړي

خوستي اعتراض کوونکي وايي، طالبانو یې د ازموینې له نوماندانو پیسې غلا کړي، خو طالبان یې نه مني

طالبانو د ۳۵۰ نجونو چې له هرې یوې یې ۵۰۰ افغانۍ اخیستې، په کانکور کې د ګډون کارتونه، نه دي توضیع کړي او پیسې یې طالبانو په جېب کې اچولي دي.

د خوست یو شمېر اوسېدونکو د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مخته اعتراض کړی دی. دوی طالب چارواکي په اداري فساد، له دندې په ناوړې ګټې اخیستنې او غلا تورنوي. دغو اعتراض‌کوونکو ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې د خوست عامې روغتیا ریاست په یوې روغتیايي موسسې کې د ازموینې لپاره د نوم لیکنې په موخه د لږ تر لږه ۴۰۰ نوماندو نجونو د اسنادو د تایید لپاره له هرې یوې ۵۰۰ افغانۍ اخیستې دي. هغوی پر طالبانو تور لګولی چې د پیسو اخیستلو سربېره یې یوازې ۵۰ نجونو ته په ازموینه کې د ګډون کارټونه ویشلي او د ۳۵۰ نورو پیسې جېب ته کړې دي. ورته مهال، په دغه ولایت کې بیا طالب چارواکو ویلي چې هېڅ پيسې یې اخیستې نه دي او په خبره یې، معترضان دې خپله ادعا ثابته کړي.

د خوستیو قومونو اعتراض

د خوست لسګونو اوسېدونکو پرون د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مخته اعتراض کړی دی. اعتراض‌کوونکو د خوست په عامې روغتیا ریاست کې طالب چارواکي په غلا، له دندې په ناوړه ګټې اخیستنې او اداري فساد تورن کړي دي. دا اعتراض‌کوونکي وايي چې طالبانو د یوې موسسې له خوا اعلان شویو بستونو لپاره په ازموینه کې د ګډون کارټونو او اسنادو د تثبیت په موخه د لږ تر لږه ۴۰۰ نوماندو نجونو څخه له هر یوې ۵۰۰ افغانۍ اخیستې دي؛ خو په وینا یې، یوازې یې ۵۰ هغو ته په ازموینه کې د ګډون کارټونه ورکړي دي.

اعتراض‌کوونکي ادعا کوي چې طالبانو د پاتې شاوخوا ۳۵۰ نورو کسانو پیسې بېرته ورکړې نه دي چې ټولې ۱۷۵ زره افغانۍ کېږي. هغوی ادعا کوي چې د موسسو له خوا هم د ازموینې بهیر روڼ نه دی او طالب چارواکي پکې پراخه لاسوهنه کوي.

نور ولولئ: په خوست ولایت کې مرموزې وژنې څوک کوي؟

نور ولولئ: خوست؛ د غلام‌خان بندر له لارې له پاکستان سره سوداګري ۵۰سلنه کمېدل

یو شمېر معترضان ادعا کوي چې د خوست په عامې روغتیا ریاست کې سیمه‌ییزو طالب چارواکو د پيسو په بدل کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د نرسنګ او قابلګۍ په بستونو کې خپل ٣٠ د خوښې وړ کسان ګومارلي دي.

د خوست خبریالانو مرکز وايي د خبریالانو نیول د رسنیو له قانون سرغړونه ده

په خوست کې یو اعتراض‌کوونکی منګل‌خان وايي چې ورېره یې له یوه روغتیايي انسټيټوټه فارغه شوې او په دې ازموینه کې د ګډون لپاره یې فورم ورته اخیستی و. منګل‌خان زیاتوي چې د پیسو سربېره یې ورېرې ته په ازموینه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې. نوموړی وايي: «ښه تاسې[طالبانو] له موږ پیسې واخیستې او د فراغت اسناد مو هم واخیستل چې تایید کوو یې او ویل مو چې له ازموینې وړاندې مو کارټونه واخلئ، اوس مو موږ ته ځواب څه دی؟ که د ورېرې سند مې معتبر نه دی، راشه ثابت یې کړه! داسې نه ده، په همدې ولایت کې یې درس ویلی او د همدغې صحت عامې په لاسلیک تصدیق‌پاڼه لري.»

طالبان په خوست ولایت کې د مؤسسو بستونه پلوري

یو بل اعتراض‌کوونکی مشفق ادعا کوي چې طالبانو د خوست عامې روغتیا ریاست په دوکان بدل کړی دی. د نوموړي د ادعا له مخې، طالب چارواکي دولتي او د موسسو بستونه پلوري. د خوست دا اوسېدونکی وايي: «دا دوکانداري نه ده؛ نو څه ده؟ له ۴۰۰ کسانو یې له هر یوه ۵۰۰ افغانۍ اخیستې دي، ډېرې پیسې کېږي. خو خپلو کسانو یا هغو ته چې ډېرې پیسې یې ورکړې دي، په ازموینه کې د ګډون کارټ مو ورکړ. اوس دې همدوی [طالبان] راشي او خلکو ته دې قناعت ورکړي چې د دې کار لامل څه دی. د خلکو اسنادو څه ستونزه لرله او د بېوزلو خلکو پیسې چا په بډه ووهلې؟»

ښاغلي مشفق د یو سیمه‌ییز طالب چارواکي په حواله چې د پیسو له اخیستلو یې انکار کړی، ویلي: «د عامې روغتیا یو مسوول زموږ اعتراض ته په ډېرې بې‌پروایۍ وویل چې موږ له تاسې هېڅ پیسې اخیستې نه دي، هېڅ ثبوت او شاهد نه لرئ.»

بل پلوه، د دغه راپور تر بشپړېدو پورې په دې اړه د خوست په عامې روغتیا ریاست کې طالب چارواکو رسمي څه ویلي نه دي.

دغه راز د طالبانو له خوا د خپلوۍ پاللو، فساد او د عامه شتمنیو د غصب په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي چې د دې ډلې لوړپوړي چارواکي هم په کې ښکېل بلل شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button