په زړه پورې

تاسو د پردیو موجوداتو له سکلېټونو خبر یاست؟

د پردیو موجوداتو د جسدونو پاتې شوني حیرانوونکي دي

د پردیو موجوداتو سکلېټونه داسې مهال د مکسیکو پارلمان ته وښودل شول چې اکثره یې په لیدلو حیران وو.

د مکسیکو د کانګریس (پارلمان) په علني غونډه کې دوه مړي، چې ادعا کېږي د پردیو یا د نورو سیارو د موجوداتو دي، وښودل شول.

نور ولولئ: اقلیمي بحران؛ د ویتنام (مچو اخیستونکې) ډبرې له منځته تلو په حال کې دي

د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۲ مه) د کانګریس په غونډه کې، چې د پارلمان د غړیو او د مکسیکو د سیاستوالو په ګډون جوړه شوې وه، دوه مړي نندارې ته کېښودل شول. دا مړي زر کاله پخواني دي او په ځانګړو تابوت ډوله صندوقونو کې حاضرو کسانو او د تلویزیونونو کامرو ته وښودل شول.

د موندل شویو سکلېټونو سیمې

د مکسیکو یوفولوژیست او خبریال جیمي مایوسان، چې له څو لسیزو راهیسې د نورو مخلوقاتو په اړه څېړنې کوي، د دغو جسدونو د ښکارولو پروګرام ترتیب کړی و.

ده وویل، دا دوه مړي د پیرو (هیواد) جنوب ختیځ کوسکو ښار ته نژدې موندل شوي.

«دا زموږ له مځکې سره تړاو نه لري. دا داسې موجودات دي چې د یوې الوتونکې رکیبۍ په باډۍ کې موندل شوي. دوی د اوبړیو په کانونو کې په فوسیل شوي ډول موندل شوي.»

ښاغلي مایوسان زیاته کړه:«پر دغو نمونو په وروستیو کې د مکسیکو په خپلواک ملي پوهنتون کې څېړنې وشوې.»

ددې جسدونو ناپېژندل شوي برخې

د ده په وینا څېړونکو هلته د ډي این اې شواهد د راډیو اکټیف د نېټه ټاکنې په وسیله تحلیل او تجزیه کړل او ورته جوته شوه چې د ډي این اې تر ۳۰ سلنه ډېرې بېلګې یې ناپېژندل شوي دي.

د غونډې برخوالو ته د نمونو د ایکس وړانګو عکسونه هم وښودل شول او یو شمېر متخصصانو شاهدي ورکړه چې د یوه مړي په بدن کې جنین لرونکي هګۍ شته او په دواړو جسدونو کې د سیمیم او کادمیم په شان له خورا نادرو فلزونو څخه جوړ شوي ایمپلنټونه شته.

د یوه جسد اندازه ۶۰ او د بل ۲۵ سانتي متره ده.

نور ولولئ: څېړونکي وايي پر ځمکه ۷۰۰ میلیونه کاله پخوا لومړی ژوندی مخلوق پیدا شوی

په غونډه کې د امریکا د سمندري ځواک متقاعد پېلوټ رایان ګریون، هم ناست و. ده د سږ کال په لومړیو کې د امریکا د کانګریس په غونډه کې ادعا کړې وه چې د الوتنو په ترڅ کې له داسې موجوداتو سره مخامخ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې نړۍ د عجایبو رنګینه ده او داسې څه په کې کشف کېږي چې د هغو کشف انسانان حیرانوي او نوی لید ورکوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button