Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

روغتیاژوند او ټولنه

تاسو نیلي سترګې لیدلي، ایا دا رښتیا نیلي دي؟

موږ وایو د پلاني سترګې نیلي رنګه دي، دا سمه ده خو ایا دا حقیقت دی؟

کله چې ویل کېږي، د پلانکي سترګې د اسمان په څېر نیلي رنګه دي دا ريښتیا ده، ځکه په حقیقت کې د دواړو رنګ نیلي نه دی.

په فضا یا اتموسفیر کې د هېڅ شي رنګ نیلي نه دی او نه هم د نړۍ د نفوس شاوخوا اته سلنه کسانو د سترګو رنګ نیلي دی.

په حقیقت کې دا د سترګو د لید یو فریب یا خطايي ده، چې د یو څه د نشتوالي له امله رامنځ ته کېږي.

نور ولولئ: په زړه پورې کاینات؛ جیمز ویب د یوه لرې ستوري ښکلا ښيي

خو پر دې معما د پوهېدو لپاره باید د سترګو له علم یا ساینس سره اشنا وئ. په ځانګړې توګه هغه علم، چې د سترګو رنګ پورې اړوندېږي.

د سترګې کسی (منځ کې رنګه کړۍ) له دوو طبقو جوړه شوې ده، چې د مخې برخه یې سټروما او شاتنۍ هغه یې اپیتیلیم نومېږي.

په واضح ډول داسې ویلی شو، چې د سترګې ګاټي کې د رنګ برخه ایرس (iris) نومېږي او له دوو پټو جوړه ده. د مخې برخه یا پټه یې سټروما (stroma)نومېږي او څټ برخه یې اپیتیلیم (epithelium) په نامه یادېږي.

اپیتیلیم یوازې د دوو حجرو په اندازه ډبلوالی لري او توربخونده (نسواري) رنګ لري ان په نیلي سترګو کې هم.

کله چې تاسو د یو چا په سترګو کې د ټکي په اندازه کوچنۍ برخه وینئ، دا په حقیقت کې اپیتیلیم دی.

د دې توربخونده برخې مخې ته سټروما وي، چې په کې موجود فایبر (eye fibers ) بې رنګه یا هېڅ رنګ نلري.

په ډېرو سټروماو کې میلانین ‘melanin’ موجود وي دا هغه څه دي چې زموږ د پوستکي او ویښتو رنګ ټاکي.

د میلانین مقدار یعنی زیاتی او کمښت یې زموږ د سترګو رنګ ټاکي.

مګر دا یوازینی شی نه دی.

جینیتکي یا ذاتي بدلون اغېزې

د سترګو رنګ د هر کس د بدن یوه مهمه برخه ده، چې کېدای شي د ځینو بېخي بې سارې وي.

ویل کېږي، چې په نړۍ کې هېڅوک د بل انسان په څېر د سترګو رنګ نلري.

په هرحال، موږ کولی شو ووایو، یو داسې رنګ شته چې په نورو ټولو بر لاسی دی.

په نړۍ کې شاوخوا ۸۰ سلنه خلک په سترګو کې یو ډول توربخونده رنګ لري.

دا باید په پام کې ونیول شي، چې د ایرس په سټروما برخه کې میلانین زیاته وي او رڼا جذب وي دا بیا توربخونده (دنداسيي/نصواري) رنګ انعکاسوي، چې کېدای شی ککو چاکلیټ غوندې رنګ هم ولري.

د سویل ختیځې آسیا، ختیځې آسیا او د افریقا اوسېدونکو د سترګو همدا توربخونده رنګ یو څه ډېر تور وي خو په لوېدیځه آسیا، اروپا او امریکا کې د وګړو د سترګو یاده برخه روښانه رنګ لري.

عجیبه خبره دا ده، چې ساینس پوهان وايي، د میلیونونو کلونو لپاره د ټولو انسانانو د سترګو رنګ توربخونده یا ځرځې وې.

د کوپنهاګن پوهنتون مشر هانس ایبرګ وايي، له شپږ زرو څخه تر ۱۰ زره کاله دمخه په جینیټک (‌‌ذات) کې یو داسې بدلون راغی، چې ځانګړی جین اغېزمن کړ او دې جین میلانین جوړاوه.

نور ولولئ: د پرینکا چوپړا د کم سارې ښکلا راز

د همدې بدلون له کبله میلانین ورکه شوه او د نړۍ کې لومړی شین سترګی انسان وزېږیده.

کېدای شی، همدا کس د ټولو شین سترګو لومړی نیکه وي.

خو پوښتنه دا ده، که په سترګه کې نیلي رنګ نه وي نو څنګه بیا په نیلي رنګ کې ښکاري؟

د دې ځواب همغه د اسمان د رنګ وضاحت دی یعنی د ټینډال اغیز (Tyndall effect) په نوم د ساینس تیوري.

د دې تیورۍ له مخې، هوا (اتموسفیر ) او مایع کې شته واړه واړه ذرات رڼا سره وېشي.

په سترګو کې د اسټروما طبقه هم په ورته ډول رڼا خپروي، خو کله چې سپینه رڼا د سټروما طبقې سره ټکر کوي، نیلي رنګ ډېر چټک خپرېږي او په دې توګه د سترګو رنګ نیلي ښکاري.

له همدې امله نیلي سترګې په ځانګړو وختونو کې ډېرې فعالې ښکاري.

په اصل کې ساینس پوهان دې ته جوړښتي رنګ (structural color) وايي، هغه رنګ چې د رنګ ماده په کې نه وي خو د رڼا یا نورو څېزونو له انعکاس څخه رامنځ ته کېږي.

تاسو څه فکر کوی چې شنې سترګې شته او کنه؟

په سټروما کې یو ډول میلانین شته او دا یو ډول توربخونده (دنداسي) رنګ جوړوي چې کله رڼا پرې لوېږي نو شین رنګ انعکاس وي یا یې خوروي.

په همدې ډول سره سترګې شين رنګه ښکاري.

باید یادونه وشي چې د سترګو شین رنګ خورا نادر دی او سره له دې چې په آیرلنډ او سکاټلنډ کې موندل کېږي، په ټوله نړۍ کې یوازې ۲٪ خلک شنې سترګې لري.

شاوخوا درې سلنه وګړي خړ سترګي یا د اېرو په رنګ سترګې لري، چې دا په خپله یوه معما ده.

داسې ویل کېږي چې خړ سترګي هم په سترګو کې میلانین نلري.

په هر حال، د نیلي پر ځای خړ رنګ ځکه منعکس کوي چې د سترګې په سټروما برخه کې کولیجن (ځانګړي پروتین) زیات وي او دا د ټینډال (Tyndall effect) د اغېز مخه نیسي.

په دې توګه، رڼا چې سترګو ته ننوځي له وېشل کېدو سربېره خپل یو ډول توازن ساتي چې دا بیا د خړ رنګ یا د اېرو په شان رنګ رامنځ ته کوي.

که نیلي رنګ خیالي وي، نو خړ رنګ هم ریښتینی نه دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button