نړیوال خبرونه

ترکیه کې د افغان کډوالو حال

یو شمېر افغان کډوال چې په زور له ترکیې څخه را ایستل شوي د کډوالو پر وړاندې د ترکيې د پولیسو پر چلن نیوکه کوي. دغه کډوال وايي، چې ترکي پولیس له افغان کډوالو سره سم چلن نه کوي

له ترکیې راایستل شوی عبدالغفور وايي:«د ترکیې پولیس له کډوالو سره ډېر خراب چلن کوي او وهل ټکول کوي. اوس وګورئ ما خپل بوټ اوس جوړ کړ ډېر وهل ټکل کوي

ذاکر الله تازه له ترکیې څخه په جبري توګه رایستل شوی او اوس خپل ولایت ته ستنېږي.

نوموړی وایي چې د ترکیې پولیسو هغه د کار پرمهال نیولی او په جبري توګه یې کابل ته راستون کړی دی.

افغان کډوال 

یو بل راایستل شوی افغان سخاو الدین هم وایي چې ترکي پولیس د پناه غوښتونکو له نیولو وروسته هغوي د کډوالو کمپ ته لېږدوي او وروسته یې په زور الوتکې ته پورته کوي.

هغه زیاته کړه:«زموږ پیسې یې را نه کړئ ډېر ځوروي ما په خپله بټوه کې ۵۰۰ لېرې لرلې وایې خیستې زما ساعت یې هم واخیست.

نور یی ولوله | عباس ستانکزی د نجونو د ښونځیو په اړه څه وویل؟

نور یی ولوله | د زدهکونکو د زدکړو پرځای خیاطی کولو ته ډېر وخت ورکوي

ترکیه کې افغانان 

له بلخوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي چې ترکي چارواکو د دغه وزارت له مرستیال سره په کتنه کې ژمنه کړې چې افغان پناه غوښتونکي به په جبري توګه ونه باسي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ویاند عبدالمطلب حقاني وویل:«د ترکیې هېواد چارواکو له موږ سره ژمنه کړې ده چې دا ډول کړنې به بیا تکرار نه شي چې افغانان په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل شي.

داریاناهوايي شرکت

د آریانا هوايي شرکت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه میاشت کې یو زر او ۶۰۰ تنه له ترکیې څخه کابل ته رالېږدول شوي دي. بل لور ته، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د کابل او انقرې ترمنځ یو ګډ کمېسیون جوړ شوی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button