ټکنالوجي

ترېډز- انسټاګرام له ټویټر سره د سیالۍ لپاره نوی اپلیکشن

ترېډز هغه نوی اپلیکشن دی چې له ټویټر سره د سیالۍ لپاره رامنځته شوی او په فعالیت کې پیل وکړ

د فېسبوک او انسټاګرام ملکیت لرونکي شرکت میټا مشر مارک زوکربرګ وايي، د دوی شرکت له لوري نوی پیل شوی پیغامیز اپلکېشن ترېډز به له خواله رسنۍ ټویټر سره په سیالۍ کې مخکې شي.

ماهرین وايي، دا نوی اپلکېشن ښايي د ټویټر هغو کاروونکو پام ځانته کړي، چې په ټویټر کې له وروستیو بدلونونو خوښ نه دي.

یاد اپلیکشن د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو کې نشته

ترېډز تر اوسه د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې نه دی پیل شوی، کاروونکو ته په یوه پیغام کې د ۵۰۰ کلیمو لیکلو اجازه ورکوي او د ټویټر په څېر ګڼې ځانګړنې لري.

ښاغلی زوکربرګ وايي له پیل ایله څلور ساعته وروسته د هغو کسانو شمېر له پنځو میلیونو اوښتی، چې د دې اپلکېشن کارول یې پیل کړي دي.

نور ولولئ: د فیسبوک او ټویټر تر منځ تازه سیالي

له دې مخکې له نوموړي پوښتنه وشوه چې ایا دوی هوډ لري چې دا اپلکېشن به ”د ټویټر پرتله هم لوی ” وي، نوموړي وویل: ”دا به یو څه وخت واخلي، خو زه فکر کوم د خلکو بحث لپاره داسې ولسي اپلکېشن باید وي، چې د کاروونکو شمېر یې له یو میلیارد کسانو زیات وي. ټویټر دا فرصت درلود، چې همدومره خلک ولري، ویې نه ساتل، هیله من یو موږ به یې وساتو. ”

ترېډز اپلکیشن په سلو هېوادونو کې کار کوي

د بریتانیا په ګډون په نژدې ۱۰۰ هېوادونو کې همدا اوس دا اپلکېشن عملاً کارول کېږي، خو د انتظامي اندېښنو له کبله تر اوسه پورې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د دې اپلیکشن پیل نه دی شوی.

میټا شرکت چې د فېسبوک، انسټاګرام ملکیت لري، د تریډز اپلېکېشن اوسنۍ بڼه ”لومړنۍ ”هغه بولي او په وینا یې په راتلونکي کې به نورې اسانتیاوې هم پکې رامنځته کړې، چې د ماستوډون په ګډون به د نورو خواله رسنیو اپلکېشنونو له کاروونکو سره اړیکه نیول هم پکې شامل دي.

دا په داسې حال کې دې چې په دې وروستیو کې د چټ‌جي‌پي‌ټي په څېر تکنالوژي کې بې ساری پرمختګ راغلی او په نږدې راتلونکې کې به نور خارق‌العاده نوښتونه هم په کې راشي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button