تورخم کې وضعیت لا هم نظامي دی او ملکي وګړو ته د ورنږدې کېدو اجازه نه ورکول کېږي

اړوند خبرونه:
د تورخم دروازې د پرانیستې په تړاو د طالبانو او پاکستان ناسته بې پایلې وه
پاکستاني ریاست د تورخم دروازه لا هم تړلي ده
د افغانستان او پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې ځواکونو ترمنځ د شدیدو نښتو وروسته، سلګونو کسانو خپل کورونه او اصلي سیمې پرېښي او بې ځایه شوي دي.
د وروستیو نښتو په ترڅ کې په تورخم کې یوازې د افغانستان لور ته شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو چارواکي وایي چې د وروستیو نښتو په ترڅ کې په تورخم کې یوازې د افغانستان په اړخ کې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي چې ځینې یې په مهاجر کمپونو او ځینې یې د خپلو اقاربو په کورونو کې ځای پر ځای شوي دي.
په طالبانو حکومت کې یوه باخبره سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم او غږ یې په دې راپور کې خپور شي، د سه شنبې په ماښام (د مارچ ۴مه) افغانناو خبري شبکې ته وویل چې وضعیت په دواړو خواوو کې نظامي دی او د جوړجاړي هېڅ نښه نه لیدل کیږي.
هغه کسان چې د تورخم سرحدي سیمې څخه مارکو او نورو سیمو ته تښتېدلي، وایي چې د بېړنیو لومړنیو مرستو په شمول سرپناه ته هم جدي اړتیا لري.