نړیوال خبرونه

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

توماس وېسټ وايي چې ټول غواړي، چې ښځې او نجونې د زده کړو مرکزونو ته لاړې شي او ټولیزې ګټې خوندي شي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په اېکس پاڼه واشنګټن ته د هغه د ستنېدو خبر ورکړی او ترڅنګ یې د ملګرو ملتونو سرمنشي څخه د ناستې د رابللو لپاره او د قطر دولت له کوربه‌توبه هم مننه کړې ده.

هغه لیکلي، په افغانستان کې د ټولیزو ګټو په اړه پیاوړې اجماع شته.

د هغه په وینا، هیڅ هېواد نه غواړي چې له افغانستانه ورته د ترهګرۍ ګواښ پېښ شي.

د نجونو د زده کړو په اړه د هېوادونو اجماع

هغه وایي، ټول هېوادونه غواړي چې ښځې او نجونې ښوونځيو، پوهنتونونو، کار او عامه ژوند ته راستنې شي.

hamid karzai!

هغه زیاته کړې:« د اقتصاد په اړه، د افغانانو روښانه ژمنې واورېدل شوې او په تېر کال کې له ۲۶ مېلیونو څخه زیاتو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو په برخه کې د نړۍوالو هڅو بیاکتنه وشوه.»

ښاغلي وېسټ لیکلي، د پایښت په اړه هم اندېښنه د یوې داسې تګلارې رامنځته کولو ته اړتیا لري چې افغانانو ته د دوی د اقتصادي راتلونکې مالکیت ورکړل شي.هغه وایي، ډېری هېوادونو د طالبانو له‌خوا پر کوکنارو د بندیز پلې کول ومنل چې د یو اېن او ډي سي» د ارزونې له مخې د کوکنارو د کرکېلې کچه ۹۵ سلنه کمه شوې.

نور ولولئ:  امریکا وايي، د طالبانو په رسمیت پېژندل امکان نه لري

نور ولولئ: م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

نور ولولئ: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی: د افغان ښځو د اساسي حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو هڅې ستایو

د هغه په وینا:« موږ د هغو کروندګرو لپاره د نړۍوال ملاتړ بیاکتنه وکړه، چې د بدیلو فصلونو او د روږدو کسانو د رغولو په لټه کې دي؛ خو لا هم ډېرې همغږۍ ته اړتیا شته.»

students1

له طالبانو سره پر تعامل ټینګار

هغه وایي، چې په افغانستان او بهر کې د افغان مدني ټولنې د ګډون کوونکو سره یې د اقتصادي او بنسټیزو اړتیاوو، بشري حقونو ته د درناوي پر اهمیت او د طالبانو په ګډون د افغانانو سره د تعامل د اړتیا پر دوام هم خبرې وشوې.

هغه د خپلې لینکې په وروستۍ برخه کې لیکلي، چې په راتلونکو ګامونو کې، متحده ایالات د دې بڼې د دوام هرکلی کوي او همدارنګه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د پروسې د دوام غوښتنه کوي؛ ترڅو په نړۍوال سیسټم کې د افغانستان بشپړ ادغام لپاره د لارې نقشه جوړه کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغان مدني ټولنې له استازیو سره د لیدنې یادونه هم کړې.

هغه ټینګار کړی چې امریکا د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان اړوند داسې غونډو ملاتړ کوي او په خبره یې باید د افغانانو ښېګڼې او ګډې نړیوالې ګټې د داسې غونډو لارښود وګرځي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button