تکواندو لوبډله په اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته روانه شوه
![afghan 2025 02 12t093159.639](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2025/02/Afghan-2025-02-12T093159.639-780x470.jpg)
اړوند مطالب:
د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
چمپینز ټرافي کله پیلېږي او د لوبو مهالوېش یې څه ډول دی؟ دلته یې ولولئ
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله په اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته روانه شوه.
د اسیا د تکواندو د ازادو سیالیو اووم پړاو د افغانستان د ملي لوبډلې په ګډون د پاکستان په کوربه توب پیلیږي.
د تکواندو فدراسیون مسوولین وايي، چې په دغو سیالیو کې تر لسو زیاتو ورزشکارانو د تکواندو او پومپیو په برخو کې برخه اخیستې ده.
د اسیا د ازادو تکواندو د سیالیو اووم پړاو به روانه میاشت د پاکستان په اسلام اباد ښار کې پیل شي.
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې له دې وړاندې هم د افغانانو لپاره اتلولۍ ګټلي دي.
د افغان لوبغاړو وړتیا په اکثره لوبو کې ښکاره او د پام وړ ده.